اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوی سره د د انفارمېشن ټېنكنالوجې او ټېلي كام وفاقی وزیر خالد مقبول صدیقی په مشرۍ كښې پلاوي د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ په پلاوي كښې ډاكټر عطالرحمان او د انفارمېشن ټېكنالوجې او ټېلي كام سېكتر شعېب صديقي شامل وو۔ په دې موقع اولس مشر ووئيل چې مصنوعي ذهانت د ډېجيټل په بل پړاؤ كښې داخلېدونكې دے۔ ده ??وئيل چې سماجي او اقتصادي پرمختګ د انفارمېشن ټېكنالوجې څانګې پرمختګ سره ت??ون لري او د پاكستان پشان پرمختګ كوونكي هېواد لپاره د دې اهميت لا سوا دے۔ ده ??وئيل چې د مصنوعي ذهانت ثمرات ترلاسه كې??ے شي او دا بېلا بېلو كمپنو٬ ادارو او كار كوونكو پشمول ټولو لپاره يو چېلنج ??م جوړ شوے۔ ده ??وئيل چې مونږ ته به خپل ځان د مصنوعي ذهانت څخه استفاده ??ولو لپاره تيارول وي او په دې لړ كښې به خپله يره ختمول وي۔ اولس مشر ووئيل چې نن د ټېكنالوجې په څانګه كښې د كوم هېواد پائيدار اقتصادي پرمختګ لپاره انفارمېشن ټېكنالوجي ډېر اهميت لري۔ د علم په بنياد معيشت د پاكستان جامع پرمختګ لپاره ضروري دے او مونږ ته د فاصلاتي تعليم وركولو او د دې معيار لوړولو ضرورت دے۔