واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د خوراك او د روغتيا څانګې څخه د سرمايه كارو ډلې د پا??ست??ن په سفارت كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كوونكو سرمايه كارو كښې د ټېكساس څخه اسلم خان٬ ډاكټر باسط جاوېد٬ ډاكټر عابد شېخ او ډاكټر مبشر چوهدري شامل وو۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د بحري چارو وزير علي حېدر زېدي٬ د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد٬ د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ او د وزيراعظم د سمندر پورې پا??ست??نيانو او د انساني پرمختګ د وسيلو خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري هم موجود وو۔ سرمايه كارو د خوراك او روغتيا په څانګه كښې بهترې لپاره په سرمايه كارې كولو كښې خوښي څرګنده كړه۔ دوي په پا??ست??ن كښې د طبي اسانيو بهتر كولو او په خاص توګه په كليوالو سي??و او سپېشلائزډ څانګو كښې د سهولياتو دائره كار په بهتر كولو خبرې وكړې۔ دوي په دې هم خبرې وكړې چې څنكه پا??ست??ني نژاد فزيشن پا??ست??ن ته تللو سره د كميونټې مرسته كولې شي۔ وزيراعظم عمران خان د روغتيا په څانګه د تجويز شويو اقداماتو هركلې وكړو او د غېر ملكي سرمايه كارې د ودې په غرض سازګار ماحول پېدا كولو لپاره ئې د حكومت هڅې په ډاګه كړې۔ وزيراعظم د پا??ست??ني نژاد ډاكټرانو د كردار او د پا??ست??ن سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د دوي عزم وستائيلو۔ وزيراعظم دوي ته په دې لړ كښې د بشپړه اسانيې وركولو باور وركړو۔