اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) د بهرنيو چارو وز??ر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي اوسنې حكومت د وز??ر اعظم عمرا?? خان په مشرۍ كښې هېواد د معاشي بحران نه رابهر كولو لپاره سنجيده هڅې كوي۔ دا خبرې ده د پلډاټ مشر احمد بلال محبوب سره كړې چا چې د جمعې په ورځ د پلډاټ جوائنټ سې??ترې آسيه رياض س??ه په خارجه وزارت كښې ليدل ۔ د ملاقات په مهال د حكومت په مثبتو پاليسو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وز??ر ووئيل د تحريك انصاف حكومت د وز??راعظم عمرا?? خان په مشرۍ كښې هېواد د معاشي بحران نه رابهر كولو لپاره سنجيده هڅې كوي٬ هېواد كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې لپاره مونږ اقتصادي سفارتكاري خپله كړې چې غوره نتيجې ئې رامخې ته كېږي۔ ??ه دې موقع احمد بلال محبوب ووئيل د وز??راعظم عمرا?? خان د وز??رانو د كاركردګۍ تللو اقدام د ستائنې دے۔ ده ووئيل د دې نه وړاندې حكومتونو هم دا ډول اعلانونه كړي وو خو د تحريك انصاف حكومت وړومبنې دے چې عملي ګامونه ئې پورته كړي دي