اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډ??كټ?? فردوس عاشق اعوان د علامه اقبال اوپن پوهنتون ګرد هېواد كښې د تعليمي خدماتو ستائنه كولو سره هيله څرګنده كړې چې علامه اقبال اوپن پوهنتون به د هېواد د نظر انداز شوو طبقو تعليمي ضرورتونه ترسره كولو لپاره لا اقدامات كوي٬ په پاك چائنه فرېنډ شپ سينټر كښې ”اېجوکېشن اېکسپو” كښې د اوپن پوهنتون سټال دورې په مهال زده كوٶنكو سره خپلو خبرو كښې دې وو??يل پوهنتونونه د معياري تعليم وركړې لپاره د حكومت ملاتړ لري۔ ډ??كټ?? فردوس عاشق اعوان ?? پوهنتون د تدريسي هلو ځلو او د تعليمي پروګرامونو كښې خوښي ولرله ۔ ?? پوهنتون د سيالکوټ دفتر پحقله خپلو خبرو كښې دې وو??يل د ځائي اولس تعليمي ضرورتونه ترسره كولو كښې زه په ذاتي توګه د اوپن پوهنتون هر ډول ممكنه ملاتړ لپاره چمتو يم ۔ دې د پوهنتون په اکېډمك رېنکنګ كښې په اضافه او ډيجيټل ټرانسفارمېشن لپاره د وائس چانسلر پروفېسر ډ??كټ?? ضياء القيوم د وژن او اقداماتو هم ستائنه وكړه۔ ?? پوهنتون سټال دورې په مهال ډ??كټ?? فردوس عاشق اعوان ته د ماس كميونيكېشن څانګې چئيرمېن پروفېسر ډ??كټ?? ثاقب رياض او ډائريکټر سټوډنټ افئيرز رانا طارق جاوېد ?? پوهنتون په تعليمي پروګرامونو٬ ګرد هېواد كښې د نېټ ورك ٬ د بې وسه/مستحقو او ضرورت مندو زده كوٶنكو لپاره په ويړيا تعليمي منصوبو بريفنګ وركړو