اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ د احتساب عدالت د جعلي اكاؤنټونو په كېس كښې نيول شوې فريال ت??لپ??ر په 9 ورځې جسماني ريمانډ نېب ته وسپارله۔ نېب فريال ت??لپ??ر په اسلام آباد كښې سب جېل ګرځول شوې د هغه د استوګنې نه د اسلام آباد د احتساب عدالت جج ارشد ملك پ?? عدالت كښې وړاندې كړه۔ د اورېدنې په مهال د نېب پراسكيوټر خپل دلائل وركړل چې فريال ت??لپ??ر د جعلي اكاؤنټونو په كېس كښې نومول شوې تورنه ده او په ريفرنس كښې ئې مركزي كردار دے۔ د زرداري ګروپ په اكاؤنټ كښې د اربونو روپو مشكوك ټرانزېكشنز شوي دي۔ د زرداري ګروپ اكاؤنټ به فريال ت??لپ??ر چلولو او اكاؤنټ ته د جعلي اكاؤنټونو نه رقم راغلې۔ د نېب پراسكيوټر ووئيل چې رقم د فريال ت??لپ??ر په دستخط سره د اوېس مظفر اكاؤنټ ته منتقل شوے۔ فريال ت??لپ??ر د زرداري ګروپ ډائرېكټر ده۔ د نېب پراسيكيوټر لخوا د فريال ت??لپ??ر د 14 ورځو د جسماني ريم??نډ?? خواست وكړے شو خو عدالت د 14 ورځو خواست رد كړو او د هغې د 9 ورځو د جسماني ريمانډ منظوري وركولو سره ئې هغه د نېب په تحويل كښې وركړه۔ عدالت فريال ت??لپ??ر د جون په 24مه نېټه بېرته پ?? عدالت كښې د وړاندې كولو حكم وكړو۔