اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ د تحريك انصاف د قو??ي اسمبلۍ غ??ي او وفاقي پارلماني سېكتر فرخ حبيب وئيلي دي چې د پيپلز ګوند ټول سياسي تاريخ د لوټ مار څخه عبارت دے٬ ذاتي پلټنو سره سره د ګوند د اكاونټونو پړتال هم پېل شوے دے۔ د پي ټي آئي د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د پيپلز ګوند د ګوند په توګه د كهاتو د پړتال عمل پېل شوے او د ټاكنو د كميسون لخوا نوټس جاري كړے شوے۔ د تحريك انصاف د قو??ي اسمبلۍ غ??ي فرخ حبيب د پيپلز ګوند پلټنو لپاره خواست كړے و۔ ده ووئيل چې پيپلز ګوند اول د قو?? پېسه لوټلې او اوس د دې پېسې بچ كولو سياست كوي۔ ده ووئيل چې زرداري او فريال تالپور د نېب په تحويل كښې دي۔ مونږ غواړو چ?? د پيپلز ګوند د كهاتو جامع پړتال وشي۔ مونږ باور لرو چ?? په دې پړتال كښې به هم اوږدې بې ضابطګې مخې ته راشي۔