بشکېك 22 مئي (اے پي پي) خا??جه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چین زمونږ خوږ ملګرې او ډېر مضبوط شراكت دار دے٬ پاك چين دوستي زمونږ د خا??جه پاليسۍ مهمه ستن ده٬ مونږ ته كه د قامي سلامتيا معاملې رامخې ته وي يا د سيمه ايز امن او استحكام خبره وي نو د چين كردار تل د ستائنې جوګه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د شنګهائي مرستې تنظيم د خا??جه وزيرانو كونسل غونډې په مهال د چين خپل همڅنګ وانګ ژي سره خپل خاص مل??قا?? كښې كړې۔ د مل??قا?? په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او منطقه كښې د امن او امان په صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ مخد??م شاہ محمود قرېشي د چين خپل همڅنګ ته د بېلټ اېنډ روډ دوېم فورم په كاميابۍ مباركي وركړې۔ د مل??قا?? په مهال د چين خا??جه وزير ووئيل د دې فورم كاميابي د نړيوالې ورورولۍ د چين په پاليسو د باور څرګندونه ده۔ خا??جه وزیر مخد??م شاہ محمود قرېشي د چين خپل همڅنګ ته د چين په 70مې جمهوريه ورځ مباركي هم وركړه