اسلام آباد ۔ 18مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاه مح??ود قرېشي په دوه ورځنۍ سركاري دوره د خالي په ورځ كوېت ته ورسېد۔ د كوېت په هوائي مېدان د كوېت دوهم خارجه وزير صالم الحمدان ٬ پاكستان كښې د كوېت سفير نثار مظهري ٬ كوېت كښې د پاكستان سفير غلام دستګير او د سفارت نورو اعلی چارواكو خارجه وزير شاه مح??ود قرېشي ته تود هركلې ووې۔ خارجه وزير به د خپلې دورې په م??ال خپل كوېتي همڅنګ او د كوېت امير په شمول نو??ې اعلی مشرتابه سره م??اقاتونه كوي۔ دې ملاقاتونو كښې به د دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكو په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو بحث كولې شي۔ خارجه وزير به كوېتي مشرتابه سره د وېزو په مسئل?? هم خبرې كوي۔ خارجه وزير به كوېت كښې مېشته پاكستاني كميونټي سره م??اقات كوي او دوئي ته به خطاب هم كوي۔ خارجه وزير به فعاله كاروباري شخصياتو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلن?? هم وركوي۔