اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دې د هند لخوا د جارحيت خطره اوس هم موجود ده ٬ كه زمونږ د عزم امتحان واخستې شو نو د فرورۍ د 26مې نيټې غوندې ځواب به وركولې شي٬ د پلوامه بري?? پحقله معلومات ترلاسه كولو لپاره نورې پو??تنې هندي هائي كمشنر ته وركړې شوي ٬ د كشمير خپلواكه حېثيت خاتمې پحقل?? د ??ندي آئين د آرټيكل 370 خاتمې پحقل?? د ??وې ډيلي پرېكړه به نه منو٬ پاكست??ن به روانه مياشت د امريكې او طالباتو ترمېنځه په دوحه كښې د كېدونكو مذاكراتو برخه نه وي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ډاكتر محمد فېصل ووئيل مونږ سره موثره استخباراتي راپور ٶ چې هند بيا بريد كولې شي٬ مونږ نه غواړو چې هند خپل كورني انتخاباتو كښې پاكستان د مسئلې په توګه پورته كړي۔ ده ووئيل كه زمونږ د عزم امتحان واخستې شو نو د فرورۍ د 26مې نيټې غوندې ځواب به وركولې شي٬ نوې ډيلي ته به تشدد او د ظلمونو د لارې كشمير كښې كاميابي ترلاسه نشي ٬ ده ووئېل هند له ب?? د ??شميريانو خبره اورېدل وي۔ د هندي آئين د آرټيكل 370 پحقل?? د ??وې پو??تنې په ځوا وياند ووئيل پاكست??ن به هېچرې پرېكړه اونه مني ٬ ك?? د ??شمير حېثيت بدل كړې شو نو پاكست??ن به معامله هند او ملګرو ملتونو سره پورته كوي٬ د کشمیر شخړه د سلامتي كونسل قراردادونو او د كشمير اولس د هيلو له مخې هوارېدې شي۔ د يوې پو??تنې په ځواب وياند ووئيل د پلوامه بري?? پحقله معلومات ترلاسه كولو لپاره نورې پو??تنې هندي هائي كمشنر ته حواله كړې شوي ٬ مونږ د هند لخوا د ځواب په طمع يو ۔ ده ووئيل هند تراوسه د عمل جوګه معلومات نه دي راكړې چې په پلوامه بريد كښې د پاكستان د ككړېدو ثبوت پكښې وي۔ وياند ووئيل هند زمونږ د وړاندينو پو??تنو ځواب هم تراوسه نه دې راكړې۔ وياند ووئيل كرتار پوره پحقله تكنيكي غونډه به د اپرېل په 16مه نيټه په زيرو پوائنټ كښې كېږي٬ مونږ په 2م اپرېل هم غوندې لپاره چمتو وٶ٬ زمونږ لخوا هېڅ مسئله نه وه او مونږ به سباٶن كښې هم چمتو يو۔ ده ووئيل ټولې حل طلب مسئلې ېوازې د خبرو اترو د لارې هوارېدې شي۔ د افغانستان پحقله وياند ووئيل پاكست??ن به روانه مياشت د امريكې او طالباتو ترمېنځه په دوحه كښې د كېدونكو مذاكراتو برخه نه وي۔ ده ووئيل د روانې مياشت په 14 او 15مه نيټه انټرا افغان مذاكرات هم روان دي چې انتظام ئې روسيې كړې او دا ډول غونډه سږ كال فرورۍ كښې په ماسكو كښې شوې وه ۔ وياند ووئيل پاكستان ماضي كښې هم د امن مذاكراتو ملاتړ كړې ٶ او اوس به هم په افغانستان كښې كوټلې امن لپاره د سهولت كار كردار روان ساتي۔ د يوې پو??تنې په ځواب وياند ووئيل د سېنټ كام د مشر كېنته مېكنزي چوكۍ سنبهالولو نه پس دا د پاكستان وړومبۍ دوره وه ۔ د يوې پو??تنې په ځواب د خارجه دفتر وياند ډاكټر فېصل ووئيل وزیر اعظم عمران خ??ن به ایران ته ځي