اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د توان ډويژن وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي چې سترې محكمې د آئي پي پيز لوظنامو په اړه د تفصيلاتو جمع كولو حكم كړے٬ د متبادل توان پالېسې ??عل??ن به په دوه مياشتو كښ?? وكړے شي٬ د پخوانو حكومتونو د توان د پالېسو جاج اخلو۔ د ګل په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښ?? عمر ايوب خان ووئيل چې د برېښنا تقسيم كوونكو كمپنو ته 60 فيصده ادائيګې د توان په مد كښ?? كول?? شي او 40 فيصده ادائيګې د كار استعداد په مد كښ?? كول?? شي۔ ده ووئيل چې بجلي ګهرو ته د كار استعداد لپاره ادائيګې كول وي چې دغسې دوي د خپل صلاحيت له مخې په وخت برېښنا وركړي۔ سركاري بجلي ګهرو ته هم ادائيګې كول?? شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د متبادل توان پالېسې ??عل??ن به په دوه مياشتو كښ?? وكړے شي٬ په دې لړ كښ?? د پخوانو حكومتونو د توان د پالېسو جاج اخلو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل چې سترې محكمې د آئي پي پيز د لوظنامو تفصيلات غوښتي دي٬ په تحريري صورت كښ?? به مونږ د دې لوظنامو تفصيلات په ستره محكمه كښ?? جمع كوو۔ ده ووئيل چې د بجلي ګهرو نه برېښنا يوازې حكومت اخلي۔