اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي)د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي) كښې د ټېكسټائل انډسټرۍ آسانيو ٬برآمدات زياتولو٬د كاټن درآمد له د ټېكسونو رعايت له بشپړه شم??رې وغوښتلې شوې٬د پاكستان سټيل م??ز بحالۍ لپاره د غوره تګلارې جوړولو سپارښتنه هم كړې ده۔د اي سي سي غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير ا??د عمر په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د ټېكسټائل ډويژن لخوا د كاټن په درآمد د كسټم ډيوټۍ٬ايډېشنل كسټم ډيوټۍ او سيلز ټېكس بېرته اخستلو په اړه د تجويز جاج واخستلې شو۔د دې تجويز مقصد په هېواد كښې د ټېكسټائل انډسټري آسانيو لپاره د كاټن طلب او رسد فرق لرې كول دي كوم سره به چې صنعت ته ګټھ ورسي او د دې څانګې برآمدات به زيات شي ۔اي سي سي دا هم ووئيل په پروپوزل كښې د تجارت او ريونيو په حقله تفصيلي شم??رې شاملولو ته اړتيا ده۔په دې لړ كښې اړوندو وزارتونو ته سپارښتنه شوې چې دا كمې پوره كړي دغسې چې په دې حقله ښه پريكړه وكړې شي۔ غونډه د صنعت او پیداوار وزارت لخوا د پاكستان سټيل م??ز بحالۍ لپاره د عمل وړ تجويزونو په لړ كښې د پوهانو يوې ډلې لخوا د تګلارې جوړولو څخه خبر كړی شوه۔اي سي سي امر وكړو چې په دې معامله د پاكستان سټيل م??ز بورډ آف ډائرېكټرز/انتظاميې مشاورت سره غوره تګلاره جوړه كړئ او په ټاكلي وخت كښې دغه حتمي منظورۍ لپاره وړاندې كړې