اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ (سي پې??) د شريكې مرستې غونډه به د دسمبر په شلمه نيټه بيجنګ كښې كېږي۔ غونډه كښې ګډون لپاره به د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير مخدوم خسرو بختیار په مشرۍ كښې د سينئر وفاقي او صوبائي چارواكو پشمول پلاوي د نهې په ورځ بيجنګ ته ځي۔ د سي پې?? د شريكې مرستې كمېټۍ غونډه به په شلم دسمبر بيجنګ كښې كېږي۔ غونډه كښې د صنعتي مرستې فرېم ورك٬ د كركيلې او سوشل ډويلپمنټ پحقله په ??وظ??امې د لاسليك امكان دے چې ورسره به د اقتصادي زونز جوړولو پلو پېشرفت وشي۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ ذريعو له مخې د سي پې?? پحقله كابينه كمېټۍ خپلې تېرې غٶنده كښې صنعتي مرستې لپاره د پېشرفت پحقله د اقداماتو مخ په وړاندې بوتللو امر كړې ٶ۔ غونډه كښې به د وزيراعظم چين دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ??وظ??امو توثيق كولې شي او د سعودي په سي پې?? كښې د سرمايه كار پارټنر په توګه د ګډون په معامله هم غور كولې شي او دغسې د يو اے اي لخوا هم د انوسټمنټ پارټنر د جوړېدو به جاج اخستلې شي۔ د غونډې په مهال به كركيلي لپاره د جلا جوائنټ وركنګ ګروپ په تجويز هم غور كولې شي دغسې زراعت كښې د سرمايه كارۍ په مېكنزم هم په عونډه كښې بحث كېږي