اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد ف??صل وئيلي دي د کرتارپور لارې پرانسته مهمه تاريخي پرېكړه ده٬ پا??ست??ن او هند له به يو شمېر موقعې وركړي٬ د راهدارۍ جوړولو كار به تر راتلونكي كال نومبر د با??ا ګرونانك د زېږېدنې ورځ نه وړاندې بشپړ كړې شي۔ د شورو په ورځ د کرتارپور ته د تللو نه وراندې خبريالانو سره په خبرو كښې د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد ف??صل ووئيل وزیراعظم عمران خان د کرتارپور لارې پرانستلو ګام پورته كړې د كوم چې د هند اولس پشمول پراخه ډاډګيرنه شوې ۔ ده ووئيل نن تاريخي ورځ ده او دا د اقليتونو د شاملولو او دوي له د حقونو وركولو په اړه د وزيراعظم مهم اقدام دے ۔ وياند هيله ولرله چې دا راهداري به “ګټوره” وګرځي٬ او د لارې پرانستې څخه به سكه زائرينو ته تر خپلو مقدسو ځايونو زيارت كولو لپاره آسانۍ ترلاسه شي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د راهدارۍ جوړولو كار به راتلونكي كال نومبر كښې د با??ا ګرونانك د زېږېدنې ورځ نه وړاندې بشپړ كړې شي۔ وياند ووئيل پا??ست??ن د اسلام آباد او نوې ډيلي ترمېنځه خليج لرې كولو لپاره ټول ضروري او د مهمو اقداماتو كولو عزم لري۔ ده ووئيل د سكه زائرينو پا??ست??ن كښې د مينې د جذباتو هركلے كوٶ ٬ دوي به د پا??ست??ن او د اولس په اړه په زړه پورې تاثرات بېرته د ځان سره يوسي