اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي په حاضر وخت كښې قامي سلامتيا پېچلې او ګڼ اړخيزه ذمه ??اري ګرځېدلې ?? قامي سلامتيا كوټلې ??څې او د ګڼ اړخيزه تزويراتي ډهانچې وضع كولو غوښتنه لري ۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې په نېشنل ډيفنس پوهنتون (اېن ډي يو) كښې د قامي سلامتيا وركشاپ كاميابو ګډون كوونكو له د سندونو وركولو دستورې ته وېنا كښې وكړې۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پنځه اوونيو په وركشاپ كښې ??نا??ورانو ٬ د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو٬ د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ غړو٬ وسله والو ځواكونو ٬ سركاري او د شخصي ادارو سينئر چارواكو ګډون كولٶ چې مقصد ئې د سلامتيا ماحول او د قامي سلامتيا د بېلا بېلو اړخو??و او پاكستان ته د پېښو چېلنجونو پحقله ښه پوهه پېدا كول وٶ۔ اولس مشر د هېواد د بېلا بېلو څانګو مشرانو څخه استفادې له د قامي سلامتيا په وركشاپ كولو د اېن ډي يو د كردار ستائنه وكړه۔ اولس مشر ووئيل د سماجي اصلاحاتو د بېلا بېلو اړخونو پحقله د وركشاپ ګډون كوونكو لخوا د ذكر وړ تجويزونه د ستائنې وړ دي۔ په دستوره كښې اعلٰې سول او عسكري شخصياتو هم ګډون وكړو۔