اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي)د پاكستان مركزي بانك د نيمې وچې پاك او هند د نوميالي لېكوال تعليم پوهه او مصلح سرسید احمد خا?? د شانداره خدماتو په اعتراف كښې (نن) د شورو په ورځ د اكتوبر په 17مه نيټه د 50 روپو يادګاري سكه جاري كوي۔ د بانك لخوا د جاري شوي ??يان له مخې سرسید احمد خا?? نيمه وچه كښې د پاك او هند نشاة الثانيه بنياد اښې وو او آخر دا چې په كال 1947 كښې پاكستان جوړ شو ۔ په 17م اكتوبر كال 2017 كښې د سرسيد احمد خا?? 200م سالګيره لمانځلې شوې وه او په دې موقع د سوئيلي آسياء د مسلمانانو خېرښګړې پحقله د سرسید احمد خا?? د شاندارو خدماتو په اعتراف كښې وفاقي حكومت مركزي بانك ته د 50 روپو د يادګاري سكې جاري كولو ذمه واري سپارلې وه او مركزي بانك اوس يادګاري سكه د 17م اكتوبر كال 2018 څخه د اېس بي پي بېنكنګ سروسز كارپوېشن د ټولو فيلډ دفترو په كاٶنټرز جاري كوي چې پكښې تانبا 75 فيصده ٬ نكل 25 فيصده د سكې قطر 30 ملي ميټره او وزن ئې 13.5 ګرامه دے ۔ د سكې په مېنځ كښې د سرسيد احمد خا?? د يو رخ ع??س دے٬ د عكس لاندې د سرسيد احمد خا?? الفاظ لي?? دي او په غاړه ئې د 200مې سالګيرې ټكي لي?? دي