اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د ګستاخانه خاكو معامله به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې پورته كوٶ٬ د داسې ډول حركتونو په ضد به اجتماعي غږ پورته كولو لپاره او آئي سي سره په ګډه ل??ئحه عمل لپاره هڅې كوٶ۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې په سېنېټ غونډه كښې كړې۔ عمران خان ووئيل د ګستاخانه خاكو معامله به ستمبر كښې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې پورته كوٶ ٬ زه د لوېديزو په ذهن پوهېږم ٬ هلته ټولنه د اظهار د آزادۍ قائله ده او هغوي په دې خبره نه پوهېږي چې مونږ د حضور ??بي كريم ۖ سره څومره مينه ل??ٶ٬ ده ووئېل زمونږ جذبات څه دي په دې هغوي نه پوهېږي ٬ هلته دا ډول حركت د سلمان رشدي د شیطاني آیاتونو نه پس څومره ځله رامخې ته شوې٬ ده ووئېل لويديزو هېوادونو ته مسلمانانو څخه د كركې كولو موقع په ل??س ورغلې چې ھغوي مسلمانانو ته د اظهار د آزادۍ په نامه پېغور ??ركړي ٬ ده ووئېل مونږ به او آئي سي په دې معامله يو موټے كوو ٬ ده ووئېل بيا بيا دا ډول پېښې رامخې ته كېدل د مسلمانانو ناكامي ده۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل او آئي سي په ??ې لړ كښې بايد ستراتيژي جوړه كړي ٬ په څلورو اروپائي هېوادونو كښې په هولو كاسټ قانون جوړ شوې