اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان سر?? د پاكستان تحريك انصاف سناتور اعظم خان سواتي د خالي په ورځ يو ??ه يو ملاقات وكړو۔ د پاكستان تحريك انصاف د مېډيا مركزي څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د يو ساعته ملاقات په مهال سناتور اعظم سواتي وزيراعظم ته د سائنس او ټېكنالوجې وزارت ??ه اړه بريفنګ وركړو او په وزارت كښې ئې پ?? لويه پېمانه د بدعنوانې او د قانون د خلاف ورزو نه خبر كړو۔ ده وزيراعظم د سلګونو په شمېر د سياسي بهرتې نه هم خبر كړو۔ د ملاقات په مهال سناتور اعظم سواتي وزيراعظم ته د څو لويو شخصياتو د كرپشن ثبوتونه هم وركړل۔ ده وزيراعظم ته د آر ټي اېس ??ه اړه تفصيلي راپور هم وړاندې كړو۔ وزيراعظم هغه ته د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ده د راپور خپرونې څخه د اعظم سواتي ته د فرانزك پوهانو نه د رائې اخستلو مشوره وركړه۔ په دې موقع اعظم سواتي د نادرا چيئرمېن عثمان مبين٬ ذوالفقار او د احمرين د معطلې وړاندېز هم وزيراعظم ته وكړو او وې وئيل چې د دې كسانو په موجودګۍ كښې سپېځلي تحقيقات ممكن نه دي۔