اسلام آباد ۔ 27 دسمبر (اے ??ی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) حكومت يوازې خبرې نه كوي بلكې باوجود د ستونزو ٬ كنځلو او دھرنو ئې كارونه و??ړل۔ په 66 كلونو كښې دومره سړكونه نه دي جوړ شوي څومره چې په تېرو څلورو كلونو كښې جوړ شوې۔ تر كال 2030ء مو هېواد د برېښنا پېداوار په اړه پخپلو پښو ودرولو۔ د سیاست پرېكړې عدالتونو كښې نه كېږي۔ انتشار او عدم استحكام هېواد ته زيان رسولې۔ ټاكنې به په خپل وخت كېږي۔ مونږ د عدالتونو پرېكړې قبولې كړې۔ د هزاره موټروے د پرانستې حق د نواز شريف ؤ۔ جولائی 2018ء كښې به اولس يو وارې بيا مونږ ټاكي۔ د شورؤ په ورځ د هزاره موټروے د برهان۔ شاہ مقصود سېکشن پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې داسې ډېر كم شوي چې يو ګوند يوه من??وبه پېل كړې او هم هغه ئې پايې ته ورسوي۔ دا درناوې يوازې مسلم ليګ (ن) ته ترلاسه دے۔ ده د اېن اېچ اے ?? مواصلات وزارت او د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضی جاوېد عباسي مننه و??ړه د چا د هڅو په نتيجه كښې چې دا من??وبه ترسره شوه۔ وزیراعظم ووئيل دا معمولي من??وبه نه ده دا د 32، 34 اربه روپو من??وبه ده او دا به د دې سيمې پرمختګ له يو سنګ ميل ثابت شي۔ ده و??ئيل اوس به د مانسهرې وګړي اسلام آباد ته كاروبار او ملازمت لپاره د ورځې تلې راتلې شي ۔ ده و??ئيل موټروے سره به سيمه كښې كارخانې جوړې شي۔ كاروبار به پېل شي او دا من??وبه به د پاكستان د يو كروړ اولس ته ګټه ورسوي۔ ده و??ئيل د روان كال په مهال 15 لكهھ څخه زيات سېلګري ګلګت بلتستان ته لاړل او د دې من??وبې ترسره كېدو سره راروان كال د ګرمۍ په موسم كښې به د سېلګرو شمېره 25 نه تر 30 لكهه ته ورسي۔ ده و??ئيل 9 كاله مشرف حكومت وكړو او 5 كاله پيپلز ګوند ٬ كومه من??وبه دې وښائي بلخوا نواز شريف د اربونو روپو من??وبې پېل كړې دي ۔ وزيراعظم خنجراب څخه تر ګوادر د سړكونو جال خپور كړو۔ مسلم لیګ (ن ) 580 کلومیټره موټروے جوړه كړه۔ او اوس 18سوه كلوميټره موټروے هم مونږ جوړه شوه۔ ده و??ئېل پي ټي آئي دے وښائي چې اولس له ئې څه و??ړل۔ وزيراعظم ووئيل په 66 كاله كښې د برېښنا پېداوار 17 زره مېګاواټ وو۔ زمونږ په 4 نيم كاله كښې 11 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كړې شوه۔ 10 زره به نوره پېدا شي۔ ده و??ئيل حكومت به تر يكم جون خپله موده ترسره كړي۔ جولائی كښې به الېكشن څخه وروستو هم د نون ليګ حكومت وي۔ وزیراعظم ووئيل دا من??وبه د پاك چين ملګرتيا څرګندوي۔ ده و??ئيل په مئي كښې به مانسهره كښې د دې موټروے د دوهم سېكشن پرانسته كولې شي۔