اسلام آباد ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د سېنېټ د ټول ايوان د كمېټۍ غونده د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د چیئرمېن میاں رضا رباني په مشرۍ كښې وشوه ۔ غونده كښې د پ??ځ سرلښكر د اوسنيو دورو په اړه پاكستان لپاره د بدلېدونكې قا??ي سلامتيا د وضعې جاج واخستې شو٬ د پ??ځ سرلښكر٬ ډي جي اېم او٬ ډي جي آئي اېس آئي او ډي جي آئي اېس پي آر ګډون وكړو۔ د سېنېټ چیئرمېن خپلو خبرو كښې ووئيل د سرلښكر سېنېټ ته په راتګ هركلے كوٶ٬ د خارجه پاليسۍ او قا??ي سلامتيا سره د اړوندو معاملو پحقله د كمېټۍ د كردار نه خبر كړې شو۔ ده ووئيل نننۍ غونډه د خپل نوعيت وړومبنې ګام دے كوم چې دې لپاره پورته كړې شوې چې دا خبره باوري شې چې د پاكستان د قا??ي سلامتيا پاليسۍ د بدلېدونكو سيمه ايزو حقائقو او د پاكستان د امنيتي وضعې له مخې ده۔ د پ??ځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د امنيتي وضعې پحقله كمېټي په تفص??لي توګه خبر كړه او د دې نه پس ډائرېكټر جنرل ملټري آپرېشنز مېجر جنرال ساحر شمشاد مرزا تفصیلي پرېزنټېشن وركړو۔ د پرېزنټېشن نه پس د پ??ځ سرلښكر د سېنېټ د غړو د پوښتنو په ذاتي توګه ځوابونه وركړل كوم چې د قامي مفادو او د س??امتيا څانګو پحقله وو٬ كومو چې تر درېو ساعتو نه زيات دوام لرلو۔