كوئټه 25 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د عدالت په هدايت انتظاميې په فېض آباد كښې كارروائي كړې٬ دهرنا كوونكي د ختم نبوت﴿ص﴾ حساسه معامله سياست لپاره ??اروي٬ په ختم نبوت ټول قوم لكه د غر او اتحاد په صورت كښې يو موټې دے٬ مظاهرچيان او د دوي مشران په دې اتحاد كښې درزونه ولې پېدا كول غواړي٬ د پاكستان پارلمان د آئين او اسلامي تعليماتو او عقائدو محافظ دے٬ د ختم نبوت په اړه نه كوم قانون جوړ شوے او نه داسې كوم پرمختګ شوے چې و??سره ??ه ختم نبوت كښې كوم كمې و??ي٬ حكومت او پارلمان د ختم نبوت او اسلامي اقدارو او عقائدو هم محاظ دے٬ اختلافات پېدا كوونكي د ختم نبوت عقيدې سره ??حبت نه بلكې و??سره د دښمنې ارتكاب كوي۔ د خالي په ورځ پي ټي وي سره ??ه خاص خبرو كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د تېرو 18 ٬ 19 ورځو نه په فېض آباد كښې يو سياسي ګوند ا و د هغه كاركنانو دهرنا كولو سره د غبرګو ښارونو د لكونو په شمېر اولس يرغمال كړے۔ حكومت ډېر د صبر څرګندونه كړې او هر ډول ممكنه هڅه ئې كړې چې د خبرو د لارې مظاهرچيان اماده كړې شي چې هغوي دې په پرېډ ګراؤنډ كښې دهرنا يا احتجاج وكړي٬ِ په دې لړ كښې د عدالت احكامات موجود دي٬ خو بالاخره زمونږ هڅې ناكامې شوې او هائي كورټ د اسلام آباد انتظاميې ته نېغ په نېغه امر وكړو چې هغه دې په درې و??ځو كښې ځائ خالي كړي۔ په دې حكم كښې و??يلي شوي دي چې كوم وزير يا وزيراعظم هم د عدالت د احكاماتو په عملي كولو كښې مداخلت نه شي كولې۔ عدالت انتظاميې ته په سمدستي توګه عمليات كولو سره د ځائ خالي كولو هدايت وكړو۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل چې انتظاميې هر ډول ممكنه هڅه كړې چې د ځان او مان ساتنه شي ځكه چې مونږ علم لرو چې دا خلق داسې عزائمو سره راغلي دي كوم چې دلته مرګونه غواړي چې دغسې دوي ورسره ??ه هېواد كښې ناامني پېدا كړي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د تېرو څو اونيو راهيسې په هېواد كښې د ترهګرې پېښې كېږي۔ په پوله زمونږ افسران او ځوانان كوم چې جنګ كوي٬ د هغوي شهادتونه روان دي٬ په هېواد كښې دننه انتشار او ناامنې لپاره ??م هڅې روانې دي۔ په دې صورتحال كښې ډ??ر په افسوس سره ??ايم چې يو سياسي ګون?? د ??قدسې مذهبي عقيدې په بنياد خلقو ته خپل پېغام وركوي٬ دا خلق په دې سازش كښې كارول كېږي د كوم مقصد چې په پاكستان كښې انتشار خپرول دي۔ ده ووئيل چې دا خبره ??اضحه شوې چې الحمدالله مونږ ټول مسلمانان يو٬ ٬ د پاكستان پارلمان د آئين او اسلامي تعليماتو او عقائدو محافظ دے٬ د ختم نبوت په اړه نه كوم قانون جوړ شوے او نه داسې كوم پرمختګ شوے چې و??سره ??ه ختم نبوت كښې كوم كمې و??ي٬ حكومت او پارلمان د ختم نبوت او اسلامي اقدارو او عقائدو هم محاظ دے۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د پاكستان وګړي خپل مذهب او پېغمبر سره ??ينه او عقيدت لري٬ دا خلق د قوم جذباتو سره ??وبې كوي٬ دې خلقو په خپله وئيلي دي چې مونږ يو سياسي ګوند يو او مونږ به په ټاكنو كښې برخه اخلو۔ ده ووئيل چې زه دوي ته خواست كووم چې خپل ضد دې پرېږدي او معاملې دې په سوله ايز ډول حل كېدو ته پرېږدي۔