اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) خارجه ??زير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د اېف اے ټي اېف د اېكشن پلان په 27 كښې په 26 نكاتو د عملدرآمد تسليم كولو نه پس پاكستان پ?? ګرے لسټ كښې د ساتلو كوم جواز نه جوړېږي. د خالي په ورځ د اېف اے ټي اېف په اړه په يو بيان كښې خارجه ??زير ووئيل چې د دې خبرې ټاكنه به كول وي چې اېف اے ټي اېف تكنيكي فورم دے يا سياسي؟ دا هم كتل دي چې دا فورم خو سياسي مقاصدو لپاره نه كارول كېږي؟ شاه محمود قريشي ووئيل چې تر څو د تكنيكي اړخونو تعلق دے، نو مونږ ته 27 نكات راكړے شول، دوي په خپله مني چې په 27 كښې په 26 نكاتو مونږ عملدرآمد كړے. په 27مه نكته هم تر كافي حد كار شوے او د لا كار كولو اراده لرو. خارجه ??زير ووئيل چې په داسې حال كښې زما په فكر د پاكستان پ?? ګرے لسټ كښې د ساتلو كوم جواز نشته. خارجه ??زير ووئيل چې ځينې قوتونه دا غواړي چې د پاكستان په سر توره د پاسه وي. ده ووئيل چې زه واضحه كول غواړم چې مونږ كوم هم اقدامات كړي دي ، هغه مو خپلې ګټې په نظر كښې ساتلو سره كړي دي. خارجه ??زير ووئيل چې زمونږ ګټه دا ده چې بايد مني لانډرنګ ونه شي، پاكستان غواړي چې د ترهګرۍ مالي مرسته نه كول دي. خارجه ??زير واضحه كړه ??ې كومه خبره د پاكستان په ګټه وي ، مونږ به هغه كوو.