اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) خارجه وزير شا?? محمود قرېشي انتونیو ګوئټرېس ته نورو 5 كلونو لپاره د ملګرو ملتونو د سېكرټري جنرل په توګه په ټاكل كېدو مباركي وركولو سره وئيلي دي دا ټاكنه د نړيوالې ورورولۍ د ده په مشرتابه د باو?? څرګندونه ده۔ خپل يو ټويټ كښې شا?? محمود قرېشي ووئيل دويمې مودې لپاره د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل په حېث په ټاكل كېدو انتونیو ګوئټرېس ته مباركي وركوم۔ يو وارې بيا ټاكل كېدل په ده د نړيوالې ورورلۍ د باو?? څرګندونه ده۔ هغه ووئيل پاكستان به ګڼو اړخونو لپاره د ګوئټرېس د هڅو ملاتړ روان ساتي۔ د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ?? راروان كال 2022 جنورۍ مياشتې اولنۍ نېټې نه پېل كېدونكې دويمې مودې لپاره انتونیو ګوئټرس د نړيوالې ادارې مشره غوره كړے دے۔ 193 هېوادونو په متفقه توګه د ده د نامې سفارش كړے دے۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 75 مې غونډې صدر ولكلان بوزكير د انتونيو ګوئتريس د بيا ټاكل كېدو اعلان وكړو او دغسې 72 كلنه ګوئټرس د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ هال كښې د خپل منصب سوګند پورته كړو۔