حېدرآباد۔11مئی(اے پی پی) د جمعیت علماء پاکستان مشر ډاکټر صاحبزادہ ابوالخیرمحمد زبېر سلامتي كونسل او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې بې حسي ختمولو سره د فلسطيني اولس د نسل كشۍ لړۍ په سمدستي ت??ګه بنده كړي۔ په تش لاسه فلسطيني وګړو د اسرائيلي پوځ بمباري او د كوچنينانو په شمول د ګڼ شمېر فلسطيني وګړو شهادت د اسرائيلي ترهګرۍ ښكاره ثبوت دے۔ په مسجد اقصی اور لګولو د ېهوديانو جشن د صېهوني انتها خوښۍ بدترينه مثال دے۔ هغه غوښتنه وكړه چې فلسطيني اولس ته دې د رائې كارولو حق وركړے شي او بېت المقدس دے د صېهو??ي قبضې نه آزاد كړے شي۔ هغه ووئيل عرب لیګ دې هم د اسرائیلی جارحیت او كشمير كښې د روانې وضعې سخت نوټس واخلي۔هغه ووئيل د پاكستان حكومت دې د اسلامي هېوادونو مشرانو غونډه رابللو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ هغه ووئيل د يهود ٬ هنود او نصارۍ سم عل??ج جهاد دے۔ هغه ووئيل د مظلوم مسلمانانو قربانۍ به ضروري رنګ راوړي۔ او د اسلام بېرغ به ضرور پورته پاتے كېږي۔