اسلام آباد۔28اپرېل(اے پی پی) د نېشنل هېلت سروسز پارليماني سېكرټري ډاكتر نوشين حامد وئيلي دي چې د كووډ – 19 درېمې چپې نه بچ كېدو له به په احتياطي تدبيرونو عمل كول وي۔ خپل يو بيان كښې هغې ه??وا?? كښې د كورونا وائرس درېمې چپې تندۍ سره په خپرېدو سخته اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيل كرونا وائرس يو خطرناك وائرس دے خو مونږ په دې قابو م??ند??ے شؤ لكه څنګه چې مونږ د دې د او??نۍ چپې مخنيوي كړې و۔ هغې ووئيل د كورونا وائرس ځپلو شمېره كښې د زياتوالي د لاسه په روغتونونو كښې د ناروغه كسانو رش زيات شوے دے۔ هغې دا بې بنسټھ ډنډورې هم رد كړې چې ه??وا?? بشپړه لاك ډاؤن پلو روان دے۔ هغې زياته كړه چې لاك ډاؤن نه بلكې د اېس او پيز خلاف ورزي كوؤنكو په ضد ??ه سخت ګامونه پورته كولې شي۔ هغې ووئيل د 21 ورځو دمې نه وروسته د كورونا وېكسين دوه خوراكونه ضروري دي