اسلام آباد 27 اپريل (اے پي پي)د غذائي تحفظ وفاقي ??زي?? سيد فخر امام وئيلي دي هېواد كښې د ??نم?? ، جوارو او وريژو زيات فصلونه شوي، د حکومت د اړخه زراعت له د جديدې ټيکنالوجۍ ډاډګيرنې سره د كروندګرو لپاره اعلان کړو اقداماتو په وجه پيداوار زيات شوے، د حکومت مقصد پاکستان ځائې پيداوار كښې سرپلس هېواد جوړېدل دي۔د نهي په ورځ د ريډيو پاکستان کرنټ افيئر پروګرام كښې ده ووئيل د تحريك انصاف حکومت د اولس ښېګړي لپاره فعاله ګامونه پورته كوي، هېواد كښې نزدېً 8.4 مليونه كروندګر دي دغسې يواځي په پنجاب كښې 5.3 ميليونه كروندګر شته ، کسان کارډ لانچنګ سره به كروندګرو له زرعي ان پټس، د چينجو وژلو داروګانو او مشينرۍ اخستلو له مرسته تر لاسه ??ي۔ سيد فخر امام ووئيل کسان کارډ كښې نيغ په نيغه روپۍ به د كروندګرو اکاﺅنټ ته منتقل کولې شي او په دې كښې به كوم دريم فريق نه وي۔ ده ووئيل تحريك انصاف د پاکستان په تاريخ كښې وړومبے حكومت دے كوم چې ?? ګراس روټ په كچه وګړو ته نيغ په نيغه رسنه لرلي۔ وفاقي ??زي?? ووئيل د حکومت د اړخه معارفي كړي تاريخي جديد اسکيم سره به هېواد كښې زرعي انقلاب راشي،دې سره به نه يواځي د كرونګرو ژوند آسان شي بلكه زرعي پيداوار او د غيرملکي زرمبادله پانګي به هم زياتي شي