اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چار?? وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د كالعدم تحريك لبيك سره چارې ترسره شوي، د سعد رضوي پشمول 210 اېف آئي آر به د قانوني طريقه كار څخه تېرېږي، د ټي پي اېل په 733 كاركنانو كښې 699 خوشي كړے شوي، تحريك لبيك كالعدم ګرځېدو په ضد به په 30 ورځو كښې درخواست كولې شي، د برتانيې هائي كمشنر سره د ملاقات په مهال د نواز شريف په ډي پو??ټ كولو خبره شوې. ده دا خبرې د شورو په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د ??ورنيو چار?? وفاقي وزير ووئيل ټي اېل پي سياسي ګوند دے. په ټاكنو كښې ئې هم برخه اخستې. ده ووئيل داسې قانون راوړو چې كومه فرقه ونه چېړلې شي او خپله پرې نه ښودلې شي. په دې لړ كښې د كورنيو چارو وزارت يوه جامع پاليسي راوړي. ده ووئيل وزيراعظم په ناموس رسالت ﴿ص﴾ هره ورځ خبره كوي، په ټوله نړۍ كښې خبرونه چاپ كېږي. د ختم نبوت تر ټولو لوي سپاهي د كورنيو چارو وزير دے. ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت كښې نن د سوشل مېډيا په اړه غونډه شوې. په سوشل مېډيا پو??ه سټډي كولې شي او په دې به وروستو خبره كولې شي. په هند كښې په يو وخت دوه دوه لكه خلق په سوشل مېډيا آن لائن وو. د ??ورنيو چارو وزير ووئيل فضل الرحمان ته داسې ښكاره شوې وه چې ګڼي يو ځل بيا ئې لاټري راوتلې. هغه وئيلي وو چې مړي اس??ام آباد ته راوړې چې دې هم ورشي. نن چا هم د پي ډي اېم خبره ونه كړه. د ??ورنيو چارو وزير ووئيل د اپرېل په 20مه نېټه د 7 ساعته خبرو اترو نه پس ټي اېل پي سره معامللات ترسره شوي. د اپرېل په 20مه نېټه قرارداد وړاندې كولو لپاره خاص غونډه رابللې شوې. ده ووئيل ټي اېل پي له د كالعدم ګرځېدو په ضد په 30 ورځو كښې ځواب وركول دي، په دې به كمېټي جوړېږي كومه به چې د كېس پرېكړه كوي. د ??وې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د برتانيې هائي كمشنر سره ملاقات شوے او پكښې ده وئيلي دي چې نواز شريف عدالت ته مطلوب دے، هغه دې ډي پو??ټ كړے شي. وفاقي وزير ووئيل په ابصار عالم د ډزو پېښه خفګاني ده، په اطلاع ترلاسه كېدو مو د اس??ام آباد آئي جي ت?? امر كړے ؤ. وفاقي وزير ووئيل د فېټف 24 نكات پو??ه كړے شوي ، 3 پاتې دي. د ??ند پشمول دښمن قوتونه پاكستان بېرته د اېف اے ټي اېف په بلېك لسټ كښې اچول غواړي كوم به چې په شريكه ناكامه سره مخ كولې شي