اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله د پنجاب نه پس په خېبر پښتونخوا كښې تر ټولو زيات مرګونه شوي دي. د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې 57 كسان په حق رسېدلي دي چې پكښې 20 كسان په و??نټ?? لېټرو وو. د اېن سي او سي له مخې په هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 4767 كېسونه رپورټ شوي دي. په هېواد كښې د كورونا څخه د ښه شويو كسانو شمېره 5 لكه 95 زره 929 ده. په بل??چس??ان، ګلګت بلتستان او آزاد كش??ير كښې كوم رنځور په و??نټ?? لېټر نشته. په هېواد كښې 388 رنځوران په و??نټ?? لېټر دي. په هېواد كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 44 زره 447 ده. د ځپليو ټوله شمېره 6 لكه 54 زره 591 ده. په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 14 زره 215 ته رسېدلې. تر اوسه په هېواد كښې د يو كروړ 6 لكه 726 كسانو د كورونا ټېسټونه شوي دي. په 631 روغتونونو كښې 631 رنځوران تر معالجه لاندې دي.