اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) د كش??ير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور د هند تر غېر قانوني تسلط لاندې د مقبوضه جمو او كش??ير په شوپيا سيمه كښې د هندي ځواكونو د لاسه د څلور كش??يري ځوانان په شهادت د هند د رياستي ترهګرې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې هند دې د كش??يري ځوانانو ماورائے عدالت د قتل لړې بند كړي. د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې علي امين ګنډاپور ووئيل چې هند د مقبوضه كش??يړ د ډېموګرافي بدلولو هڅې كوي. د ظلم و بربريت د لارې هند د كش??يريانو د خپلواكۍ د حق ترلاسه كولو تحريك نه شي تر پښو لاندې كولې. وفاقي وزير ووئيل چې د انصاف نړيوالې ادارې دې په مقبوضه كش??ير كښې د هند د رياستي ترهګرۍ په سمدستي توګه نوټس واخلي. وفاقي وزير ووئيل چې د كش??ير مسئلې تر منصفانه حل په سوئيلي اسيا كښې پوخ امن ناممكن دے. هند ته به بالاخره هم كش??يريانو ته د خپلواكې حق وركول وي