اسلام آباد 18مارچ(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئ??لي دي كشمير د پاكستان شه رګ دے٬ پاكستانے اولس د كشميري اولس دړد خپل دړد ګڼي٬ ګرده نړۍ په كشميري اولس د هندي ظلم او زياتي غن??نه كوي٬ د هند فاشسټ نظريې او مودي سركار د كشم??ر پشمول په ټول هند كښې د اقليتونو ژوند اور سپور كړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د آزاد كشم??ر پخواني وزيراعظم او د آزاد كشمير د پاكستان تحريك انصاف صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدري سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ملاقات كښې ?? هېواد په مجموعي سياسي٬ معاشي او امنيتي وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل كشمير د پاكستان شه رګ دے۔ پاكستان به د كشميري اولس سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير مقدمه په ښه ډول وړاندې كړې٬د پاكستان موجوده حكومت په معاشي او اقتصادي بحرانونو قابو موندلو كښې كامياب شوے۔ اسد قيصر ووئيل ?? هېواد معاشي اشارې ښه پلو روانې دي۔ بېرسټر سلطان محمود چوهدري كشميري اولس لپاره د قامي اسمبلۍ سپيكر جذبه ستائيلو سره ووئيل هند د خپلو ناوړه چالونو د لارې د كشميري اولس د آزادۍ مضبوطه جذبه كمزورې كولې نه شي٬ كشمير د نيمې اوچې وېش يو نيمګړې ايجنډا ده٬ د منطقې امن دې مس??لې سره تړلے دے۔ سلطان محمود چوهدري ووئيل كشميريان د پاكستان تحريك انصاف سره ژور نظرياتي تعلق لري هغه زياته كړه چې هند له به دا تسليمول وي چې كشمير يوازې د كشميريانو دے