پېنډۍ ۔14فروری(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي كوم خلك چې پوځ ته سپورې ستغې وائي د هغوي خلې بايد بندې كړې شي۔ د عمران خان په مشرۍ كښې معيشت مخ په وړاندے روان دے۔ په اسلام آباد كښې مو 30 ناكې ختمې كړې دي۔ په راتلونكو ورځو كښې به اسلام آباد كښې ماډرن پوليس رامخې ته شي۔ پي ډي اېم كه د قانون په دائره ??ښې مارچ ??وي نو كوم خنډ به ئې لاره ??ښې ودرولې نه شي۔ د پاكستان په ډول آزاده ميډيا په امريكا او برطانيه كښې هم نشته۔ تېره ??رځ اسلام آباد كښې يوې دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل په بلوچستان كښې څلور كسان شهيدان كړې شوي دي۔ هغوي ځان بلوچستان لپاره ??ه بلك?? پاكستان لپاره ??ربان كوي۔ كوم كسان چ?? پاك پوځ ته كنځلې ??وي د هغوي خلې بايد بندې كړې شي۔ دا د پاك پوځ د قربانيو نتيجه ده چې نن داخله وزير د جېمر لرونكي ګاډي نه غېر تاسو ته خطاب كوي۔ هر دوه څلورو ورځو كښې د پوځي ځوانانو د شهيد كېدو خبر رامخې ته كېږي۔ دا هېواد د دننه نه د تباه كولو هندوستاني سازش دے ولې چې هند په پوله كومه حركت كولې نه شي۔ هند ته معلومه ده چې كه پاكستانۍ پولې ته نزدې شؤ نو 20 كروړه پاكستانې اولس به پوځ سره د خپلو ځانونو قرباني وركول خپل درناوې ګڼي۔ هغه ووئيل كوم مسلم ليګې د پاك پوځ په ضد خبره ??ولې نه شي۔ هغه مسلم ليګې نه دے څوك چې د پوځ په ضد خبره ??كړي۔ هغه ووئيل د كووډ 19 د لاسه هندوستان تباه شو۔ په امريكا كښې په يوه يوه ورځ كښې 4 ٬ 4 لكه كسان د كووډ وباﺀ سره ??خ كېږي ول?? پاكستان كښی په دې وباﺀ تر ډېره حده قابو موندلے شوے دے۔ دا هر څه اول د لوئے څښتن فضل او بيا د عمران خان او ??اك پوځ د هڅو په نتيجه كښې ممكن شوي دي۔ هغه ووئيل د مارچ په 3 مه نېټه د سېنېټ ټاكنې كېږي او دوئي هغه اسمبلۍ ته كنځلې ??وي كومې لپاره چې ووټ غواړي۔ هغه ووئيل د سېنېټ ټاكنې كه ښكاره ??كړې شي يا پټې چې څوك خرڅيږي هغه هر حال كښې خرڅېږي۔ كه د چا ووټ كم شو نو كوم قيامت نه راځي۔ هغه ووئيل اپوزيشن به استعفی نه ور??وي او ??ه وركول غواړي۔ هغه ووئيل پي ډي اېم دې په خپلو معاملو غور وكړي۔ دھرنا ګران كار دے۔ مونږ د 126 ورځو دھرنې تجربه لرؤ۔ زما په خبره آصف زرداری پوهه شوے دے او بلاول زما زړه ته نزدے دے او زما په خبره ??وهېږي۔ اپوزیشن له به آخر د پيپلز پارټۍ خبره ??نل وي۔ هغه ووئيل په پاكستاني سفارتخانو كښې چې د كومو كسانو درې كاله موده ترسره شوې او سمندر پور?? پاكستانيان د هغوي نه خوشحاله نه دي او ??رپشن كښې ككړ دي د هغوي د سمدستي رابللو اعلان كوم۔ غیر ملکی شهریت لرونكو له به هم د ملازمتونو نه لاس وينځل وي۔ هغه ووئيل اوس مو تنخاګانو كښې 25 فیصده اضافه كړې۔ هغه ووئيل په اسلام آباد كښې 237 باغونه دي او ??ول به ښكلې جوړولې شي۔ هغه ووئيل زه چېلنج كوم چې په نړۍ كښې دومره زبردسته الېکټرانک ميډيا برطانيا او امريكا كښې هم نشته څومره چ?? پاكستان كښې ده۔