اسلام آباد 15فروري (اے پي پي)وزير اعظم عم??ان خان وئيلي دي جنوري 2021 كښې د بهر هېوادونو نه د مېشته پاكستانيانو ترسيلات زر 2 اربه 27 كروړه ډالره وؤ كوم چې د جنورۍ 2020 په مقابل كښې 19 فيصده زيات دي ۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل ترسيلات زر پرله پسې په 8مه مياشت هم دوه اربه ډالره څخه زيات وؤ په دې په بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو مننه كوم۔ وزيراعظم عم??ان خان ووئيل سږ كال تر اوسه بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ترسيلات زر د تير كال د?? مودې په مقابل كښې 24 فيصده زيادت دي كوم چې يو ريكارډ دے۔ده ووئيل د صنعتي څانګې څخه هم ښه خبرونه ترلاسه كيږي،لارج سكيل مينوفيكچرنګ هم دس??بر 2020 كښې ډبل ډيجټ ته راغلے او په دې كښې د 2019 په مقابل كښې دس??بر 2020 كښې 11.4 فيصده اضافه شوې۔ د روان مالي كال په مهال جولائي نه تر دس??بر د نمو شرح په مجموعي توګه 8 فيصد څخه زياته وه