اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډا??ټر فېصل س??طان وئيلي دي د چین ویکسین سائنو فارم 86 فیصد موثر دے۔ د پاكستان 22 کروړه اولس كښې به يوازې 10 کروړه وګړو ته وېكسين لګولې شي۔ تر ټولو وړاندې فرنټ لائن هېلت وركرز ته به وېكسين لګولې شي۔ د 18 كالو نه كم عمره وګړو ته به وېكسين نه لګي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ نې??نل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ډا??ټر فېصل س??طان ووئيل پاكستان كښې تكنيكي اعتبار سره وېكسين لس كروړه وګړو ته وركړؤ كېدې شي۔ دې وېكسين سره به يوې ورځې له تبه يا معمولي درد محسوسيږي چې ورسره به د وېكسين سودمند كېدل معلومېږي۔ وفاق كښې اسد عمر او صوبو كښې اعلی وزيرانو د وېكسين وركولو پرانسته كړې۔ د اولن?? ډوز نه 21 ورځې وروستو به دويم انجكشن لګولې شي۔ هغه زياته كړه چې هر يو وګړي ته به وېكسين وېړيا لګولې شي