اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) پھ امريكا كښې د پاكستان پخوانۍ سفيرې سيده ??اب??ه حسېن وئېلي دي چې اسامه بن لادن به نواز شريف سره مالي مرسته كوله٬نيوكليئر پروګرام د صدر په څارنه كښې وو٬وزيراعظم نواز شريف به د دې نه لاعلم وو٬زما رابطه به صدر غلام ا??حاق خان سره وه ځكه چې هغه په نواز شريف باور نه لرلو۔د خالي په ورځ نجي ټي وي چينل سره په مركه كښې هغې ووئيل چې دا خبره درست ده چې اسامه بن لادن د نواز شريف ملاتړ كړې وو او هغه سره يې مالي مرسته هم كوله۔سيده ??اب??ه حسېن ووئيل چې په كال 1990 كښې پھ امريكا كښې زه وزيراعظم سفيره نه ووم جوړه كړی بلكې صدر غلام ا??حاق خان جوړه كړی ووم٬صدر غلام ا??حاق خان وئېلي وو چې زمونږ د نيو??يل??ر پروګرام په ترسره كېدو كښې ??ه 18 مياشتې ولګي ماته يې وئېلي وو چې ته به اتلس مياشتې امريكايان په خبرو كښې بوښت وساتې او ما هم دغسې وكړل۔هغې ووئيل چې ماته وئېلي شوي وو چې پھ ټېليفون به خبرې نه كوې په اتلسو مياشتو كښې پنځه ځله پاكستان ته راغلم او د صدر نه به مې بريفنګ اخستو۔هغې ووئيل چې نيوكليئر پروګرام په كال 1983 كښې نه بلكې په په كال 1992 كښې ترسره شوې وو۔د امريكې د پارليمان غړو او سفارتكارو به پھ مونږ د پروګرام ختمولو فشار اچولو۔ما داسې چارې نه وې ساتلې چې خفيه ادارې څه ترلاسه كړي ا و زمونږ پھ ضد يې ا??تع??ال كړي