ساهيوال 29 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د قبضه ګرو ډلو په ضد په كارروائې كولو د پنجاب حكومت ته مباركي وركولو سره وئيلي دي د پنجاب وزيراعلٰي په قبضه ختمولو جهاد كړے، د قانون په بالادستې سره خوشحالي راځي، لويو لويو ډاكوانو ته لاس اچول بدلون دے، اوس كوم لوي ډاكو دا نه شي وئيلې چې اېن آر او را??ړې ګني حكومت به را??سكور كړم. د ټول پنجاب اولس ته به د روغتيا او انشورنس اسانۍ وركولې شي، د روغتيا نه علاوه د تعليم سركاري اداره به ښه ك??لې شي، سږ كال به بلدياتي ټاكنې كولې شي چې ورسره به په ځائي كچه ستونزې حل شي، په ساهيوال كښې به انډسټرل سټېټ جوړولې شي، په ځائي كچه جوړ سېورېج ټريټمنټ پلانټس به لګولې شي، په زرعي څانګه كښې به جديد ټېكنالوجي معرفي كولې شي. وزيراعظم دا خبرې د جمعې په ورځ په ساهيوال كښې د احساس او كامياب جوان ??رو??رام له مخې د چېكونو وېشلو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم عمران خان د پنجاب وزيراعلٰي سردار عثمان بزدار او د هغه ډلې ته د قبضه ګرو ډلو په ضد په كارروائې كولو مباركي وركولو سره ووئيل په ك??م ډول چه محلونه را??سكور كړي شوي، په دې هغه د مباركې حقدار دے. قبضه ډلې يو لعنت دے كوم چې د غريبانانو او د بهر مېشته پاكستانيانو په زمكو قبضې كوي او دوي د خپل محنت نه محروم كوي. ده ووئيل خلق به د قبضه ګرو ډلو په وړاندې بې وسه وو. وزيراعظم ووئيل څنګه چې په لاهور كښې د قبضه ګرو ډلو محلونه را??سكور كړې شوي، دا خوشبينه خبره ده. پخواني وزيراعظم او وزيراعلٰي به د دې ډلو په شا ولاړ وو او دا قبضه ګرې ډلې به ئې بچ كولې. وزيراعظم ووئيل خلق پوښتنه ك??ي چې كوم بدلون راغلو. زه دوي ته وئيل غواړم چې دا بدلون دے چې اوس لويو لويو ډاكوانو ته لاس اچولے كېږي. وزيراعظم ووئيل كوم يو هېواد تر هغه وخت پرمختګ نه شي كولې تر څو چې هلته د قانون بالادستي نه وي. د قانون په بالادستې سره خوشحال راځي، په بهرنيو هېوادونو كښې كوم لوي ډاكو دا نه شي وئيلې چې اېن آر او را??ړه ګني حكومت به را??سكور كړم. ده ووئيل د مدينې په رياست كښې انصاف و كوم چې د خوشحالې بنياد دے. ده ووئيل د پنجاب وزيراعلٰي ته شرميلا وزيراعلٰي وئيلے كېږي. هغه نه اربونه روپې په اشتهارانو خرڅ كوي او نه د 40 ګاډو په قافله كښې ګرځي خو ده په لاهور كښې د قبضه ګرو ډلو په ضد كارروائي كړې. وزيراعظم ووئيل مونږ به هر ډويژن ته ځو او وار په وار به هغه سيمې مخ په وړاندې بوځو كومې چې د پرمختګ په زغل كښې وروستو پاتې شوي. وزيراعظم ووئيل د ساهيوال پرمختګ لپاره مونږ پوره پېكج را??ړے. د پنجاب وزيراعلٰي چې كوم پېكج وركړے هغه زبردست دے. په دې كښې د عام وګړي د ضرورياتو خيال ساتلو سره ??رو??ې جوړې كړې شوي. وزيراعظم ووئيل د ناروغې په صورت كښې به عام وګړې په علاج كولو كښې سختو ستونزو سره مخ وو او هغه ټوله پېسه به په علاج مصرف كېدله ځكه حكومت د هېلتھ انشورنس ??رو??رام را??ړے، په ساهيوال كښې ټولو خلقو لپاره تر اوه نيم لكه روپو پورې د هېلتھ انشورنس اعلان كوم. ده ووئيل د ناروغې په صورت كښې به يوازې غريب بلكې مالداره ك??رنې هم ځپلے كېدې. د پنجاب ټولو خلقو ته به دا اسانې وركولې شي. وزيراعظم ووئيل په مالداره هېوادونو كښې هم د يونيورسل هېلتھ كورېج اسانۍ نشته، پاكستان د اسلامي فلاحي رياست جوړېدو پلو روان دے. اوس به مونږ د درې تعليمي نظامونو په ځاے د تعليم يو ډول نظام را??لو. وزيراعظم ووئيل مونږ د لاك ډاٶن په مهال په لنډه موده كښې 180 اربه روپې په حقدارو ويشلې او په سياسي بنياد د پېسو وېشلو يو هم شكايت نه دے راغلې. په سندھ كښې چرته چې د پيپلز پارټۍ حكومت دے، هلته د آبادې د تناسب نه هم زياتې پېسې وركړې شوي. ده ووئيل كامياب جوان ??رو??رام يو زبردست ??رو??رام دے چې له مخې به ئې ټرېكټرز وركولې شي او كاروبار لپاره به قرض وركولې شي. دا ??رو??رام به هم د سياسي تړون نه بغېر چلولې شي او د دې به غوره نتيجې را??ځي.ده ووئيل د انصاف نظام ښه ك??لو لپاره به عدليه سره هم خبره ك??لې شي.ده ووئيل د هائي كورټس شمېره زياته پكار ده چې دغسې خلق لرې لاړ نه شي. وزيراعظم د ملك امين اسلم لخوا د اعلان شوو اقداماتو ستائنه ك??لو سره ووئيل په تېر وخت كښې كوم يو هم حكومت د ماحوليات پروا نه ده كړې. د پنجاب په بېلا بېلو سيمو كښې ځنګلات وو كوم چې ټمبر مافيا ختم كړي ، مونږ به د ځنګلاتو په زمكو هم قبضه ختموو . د پاكستان د 10 اربه ونو نالولو د كمپائن په نړيواله كچه اعتراف كولې شي. وزيراعظم ووئيل په ساهيوال كښې به داسې صنعتونه لګوو چې ګټه ئې كركيلې ته ورسي. په دې لړ كښې زمكه په ګوته كړې شوې. حكومت به زرعي څانګې لپاره د چين په شركت د اوږدې مودې مهمې پالېسې معرفي كوي. د دې څخه وړاندې وزيراعظم د احساس او كامياب جوان ??رو??رام له مخې ځوانانو ته چېكونه او كروندګرو ته د ټرېكټرو كنجې وركړې. دستورې ته د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكار ملك امين اسلم، مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر، د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار او د پنجاب وزيراعلٰي سردار عثمان بزدار هم وېنا وكړه. دغسې د پنجاب وزيراعلٰي د ساهيوال په دوره ك??لو د وزيراعظم عمران خان مننه وكړه.