اسلام آباد 31 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان تعمیراتی څانګ?? لپاره نور مراعات اعلانولو سره وئيلي دي د?? سره به هېواد كښې د اروبونو روپو تعمیراتی پروژې پيل شي او هېواد كښې د ورزګار نوې موقعې رامخې ته شي او عام وګړې به د خپل كور مالكان شي، پاکستان د تعمیرات شعبه په هغه وخت راورندې كړه كله چې په نړۍ كښې د لاك ډاؤن له امله اقتصادي صورتحال خراب ؤ، لويو ښارونو لپاره نوې ماسټر پلان جوړوو،د?? سره به د ښار آسانيو كښې ښه والې راشي، دغسې تعمیراتی څانګ?? لپاره په فکس ټیکس رجیم كښې د يو كال پراختيا شو??۔د زيارت په ورځ هېواد كښې د تعمیرات څانګ?? لپاره د نورو مراعاتو اعلانولو سره وزیراعظم ووئيل پنجاب كښې د 163 اربه روپو تعمیراتی پروژې پيل شو??، د تعمیراتی څانګې ود?? سره به پنجاب كښې د 1500 اربه روپو اقتصادی هلې ځلې پيل شي، دې پروژو سره به د روزګار نوې موقعې هم رامخې ته شي۔ده ووئېل د پنجاب خېبر پښتونخوا، بلوچستان او سندھ پشمول ټول هېواد كښې به د تعمیرات څانګه د حکومتی مراعاتو څخه استفاده كوي، لږ آمدن لرونكو طبقو له به په دې پروژو كښې د استوګنې آسانۍ وركولې شي، د تعمیرات څانګې وده او كورونو لپاره د فنانسنګ په لار كښې ولاړ خنډان به لري كړے شي ۔ده ووئېل اوس بېنكونه د كورونو جوړولو لپاره او تعمیراتی منصوبو لپاره فنانسنګ كوي، بینکونو د راروان كال لپاره 378 اربه روپۍ کنسټرکشن څانګ?? لپاره بيلې كړي، تنخاہ داره طبق?? لپاره په كم لګښت تعمیراتی پروژې له هم پیکج وركړے شو??۔ده ووئيل د 186 اربه روپو پراجیکټس د ایف بي آر په پورټل رجسټرډ شوي، د کم لګښت كورونو لپاره 5 نه تر 7 فیصده په شرح به پور وركولے شي او دغسې د کم لګښت كورونو جوړولو لپاره به بینك هر ممكنه مرسته كوي۔وزيراعظم ووئېل وړومبي پړاؤ كښې به يو لکه كورونو جوړولو له 3 3 لکه روپۍ وركولې شي،د لويو ښارونو نوې ماسټر پلان جووړو، ماسټر پلان سره به سیوریج او د اوبو وركړه كښې ولاړ خنډان لري شي۔ده ووئېل د کراچۍ، لاهور او اسلام آباد ډیجیټلائزیشن به تر اګست بشپړ شي،درې واړه لويو ښارونو كښې د سرکاری زمكو ریکارډ به مرتب کولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د تعمیرات څانګ?? لپاره فکس ټیکس رجیم كښې تر 31 دسمبر 2021ء پراختيا شوي۔دغسې د منصوبو اختتام موده هم تر 30 ستمبر 2023ء پراخا كړې شو??، خریدارو لپاره د سورس آف انکم ښودلو په اړه هم موده تر 2023ء پراخا شو??۔ده ووئيل پاکستان كښې د سمارټ لاك ډاؤن تګلاره کامیاب وه، د کوویډ صورتحال په وجه د تعمیرات څانګه كښې د حکومتی اقداماتو اثرات رامخې تهكېدو كښې به څه وخت لګي او د?? لپاره حکومت پیکج پراخا كړے۔ده ووئيل هېواد كښې دا مهال د تعمیرات څانګ?? تندۍ سره پرمختګ كوي، سیمنټ په ریکارډ كچه خرڅ شوي ، د اوسپنې خرڅ هم زيات شو?? او بيعې هم زياتې شوي، د تعمیرات كولو هلې ځلې هر پلو پيل شوي۔ده ووئېل زمونږ حکومت داسې وخت كښې د تعمیرات څانګې رامخې ته كولو پريكړه كړې كله چې ټوله نړۍ كښې د کورونا وائرس صورتحال له امله په معیشت منفی اثرات پريوتي، پاکستان د نورو هېوادونو په نسبت صورتحال په ښه ډول قابو كړے ، د پی ټی آئی حکومت د 60 لسيزې نه پس په وړومبي ځل د صنعتونو ودې له كار كوي۔ ده ووئېل حکومت د صنعتونو راپورته كولو پريكړه كړې دغسې چې په پاکستان اوړېدلے پور بيرته وركړے شي او د روزګار زياتې موقعې ترلاسه شي،په دې لړ كښې به حکومت بشپړه مرسته كوي او په دې لاره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو له هڅې كولې شي۔