اسلام آباد 18 دسمبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي پاك افغان دوه اړخيزه تج??رت د منطقې ودې او په سوكالۍ كښې بنيادي كردار لوبوي او دوه اړخيزه تج??رت به د پاكستان مصنوعاتو لپاره نوې منزل لټولو له مرستياله وګرځي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د پاك افغان دوستي ګروپ د اېګزېكټو كمېټۍ 6مې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل پاکستان د مېنځنۍ اسياء رياستونو سره د تج??رت حجم يوازې 119 مېليونه ډالره دے كوم چې د افغانستان تجارتي لارې اسعتمالولو سره په تندۍ سره زياتېدے شي٬ د هېواد پرمختګ او د سوكالۍ انحصار ګاٶنډيانو هېوادونو سره تج??رت په غوره اړيكو زياتېږي۔ سپيکر اسد قېصر ووېيل طورخم ، چمن او د انګور اډې پشمول په افغان پولو به سوداګرو ته سهولتونه وركولو لپاره كوټلے سرحدي انتظام ضروري دے۔ ده د ارباب شهزاد په مشرۍ كښې ويزا سهولت او بارډر مېنجمنټ اېنډ كامرس لپاره ټاسك فورس جوړ كړے۔ ده د دواړو هېوادونو د نوې ټرانزټ ټرېډ لوظنامې لپاره په مشاورت كښې د ټولو شراكتدارو د شاملولو په حاجت هم زور رواړو د كومې تجديد چې جنوري كال 2021 كښې كېږي۔په دې موقع د ټولو اړوندو چارو احاطه وك??ې شوه۔ په غونډه كښې د وزيراعظم صلاحكار ارباب شهزاد، افغانستان لپاره خاص استازي صادق خان، د قامي اسمبلۍ غ??ې شندانه ګلزار ، محسن داوړ ، نفيسه خټک او د داخله وز??رت ، اېف بي آر ، تج??رت ، اېس بي پي او د اين ايل سي سينئر چارواكو ګډون وكړو۔