اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد ??ېص?? په مشرۍ كښې د پاك افغان فرېنډ شپ ګروپ د اېګزېكټو كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ شوې چې پكښې د قامي اسمبلۍ غړو يعقوب شېخ، شندانه ګلزار، د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد ګډون كړے او د وېډيو لنك د لارې ارباب شهزاد او افغانستان لپاره د وزراعظم خاص استازي صادق خان هم پكښې ګډون كولو۔ په غونډه كښې د كسټم چارواكي او د بلوچستان چيف سېكرټري هم ګډون كوول۔ په دې موقع د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد د افغانستان دورې په مهال افغان حكومت او كاروباري ورورولۍ سره د شوو ملاقاتونو ??ه نتيجه كښې په پېشرفت بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل پاكساتن كښې تېره مياشت تر سره شوے د پاك افغان تجارت ??و سرمايه كارۍ لپاره سېمينار د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت ??و سرمايه كارۍ ته پراختيا وركولو لپاره مهم سنګ ميل دے۔ په دې موقع سپيکر اسد ??ېص?? ووئيل په پاك افغان بارډر د رامخې ته مسئلو حل لپاره د فرېنډ شپ ګروپ او د ټاسك فورس د هلو ځلو ??ه نتيجه كښې د دواړو هېوادونو تجارت ??و سرمايه كاري زياته شوې۔ ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د افغانستان د 23 پارلماني غړو پشمول پلاوي د تجارت ??و سرمايه كارۍ په لړ كښې د پاكستان دوره كړې٬ پاك۔افغان فرينډشپ ګروپس او ټاسک فورس به د ايګزيکټيو کميټۍ په سفارشاتو عملدرآمد لپاره خپل كردار لوبوي۔ ده امر وكړٶ چې په پاك افغان ترجيحي تجارتي لوظنامه مذاكرات دې زر تر زره بشپړ كړے شي