ساهیوال۔1 نومبر(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ نون لارښود او د قومي اسمبلۍ غړي پير سيد عمران احمد شاه د فرانس لخوا په حكومتي كچه د خاكو خپرېدو په كلكه غندنه كولو سره وئيلي دي چې خاكې خپرونكي به خاورې ايرې شي او زما د آقا (ص) ذكر به ټول عمري قائ?? وي او په ګرده نړۍ كښې به مخ په بره روان وي۔ په خپل كور د بېلو تنظي??و پلاويو سره خبرو كښې هغه ووئيل د نبی کریم (ص) د سپكاوي هڅه كوؤنكي به نه يوازې دنيا كښې رسوا شي بلكې آخرت كښې به هم رسوائي ددوئي مقدر وي۔ ده ووئيل بايد د اسلامي هېوادونو واكمنان د خاكو خپرونكو عملي بائيكاټ وكړي او ټول فرانس سره هر ډول تجارتي او سفارتي اړيكې ختمې كړي دغسې چې د نبي كريم (ص) په شان كښې د ګستاخي كوؤنكو انجام غېر مسلم هېوادون?? په خپلو سترګو وويني۔ هغه ووئيل هر مسلمان دې د نبي كريم (ص) په شان كښې يوه دستوره راجوړه كړي او د نبي كريم (ص) مبارك شان دے بيان كړي۔