اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) سېنېټ كښې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو په ??رانس كښې د ګستاخانه بريدونو په سختو ټكو غندنه ??ول?? سره وئيلي دي په ??رانس كښې پرله پسې دا پېښې د يو سازش له مخې كېږيں، فرانس سره دې سفارتي اړيكې ختمې كړې شي٬ د فرانس سفير دې وشړلے شي او د فرانس د مصنوعاتو دې بائيكاټ وكړے شي۔ د ګل په ??رځ د سېنېټ غونډه كښې فرانس كښې د ګستاخانه بريدونو په اړه د قرارداد منظورېدو نه پس خپلو خبرو كښې سېنېټر مشتاق احمد خان وو??يل ما په دې لړ قرارداد وړاندې كړے ٶ، د فرانس صدر چې كوم حركت كړے ھغې سره د يو ارب 70 كروړه مسلمانانو جذبات مجروح شوي، زه په دې ايوان كښې د تركيه د صدر خبرې سره اتفاق كوم چې د فرانس صدر مازغه خراب دي، مسلمان خپل پيغمبرۖ سره د هر څيز نه زياته مينه لري٬ د فرانس صدر او دغسې چې څومره خلق حركتونه كوي د نړۍ يو قانون د دې اجازه نه وركوي، د پاكستان حكومت دې په دې معامله د او آئي سي غونډه راوبلي او ټولې سفارتي ذريعې دې وكارولې شي،دا خبره به د تهذيبونو ټكراٶ پلو لاړه شي٬ د دغسې ډول حركتونه كوٶنكو ترهګرو لاره نيولو لپاره به كوټلې اقدامات كول وي٬سنيټر طاهر بزنجو وو??يل فرانس په ??وه زمانه كښې د خپلې روشن خيالۍ په سبب پېژندلې كېدو ٬ مونږ اروپاﺀ ته هم وائيو چې د دې نوټس واخلي٬ نړۍ له د نيوزي لېنډ وزيراعظمې په خاپونو تګ او خپل كردار لوبول پكار دي ۔سنيټر سراج الحق وو??يل دا قرارداد زمونږ د ټولو د جذباتو ترجماني كوي٬ وزيراعظم دې عملي اقدام ??ول?? سره د فرانس سفير د پاكستان نه د شړلو اعلان وكړي او د او آئي سي غونډه دې راوبللي، د فرانس د مصنوعاتو دې بائيكاټ وكړے شي، مسلمانان دې د فرانسيسي مصنوعاتو بائيکاټ وكړي۔سنيټر مولانا فېض محمد وو??يل اسلام د مينې نوم دے ٬ د ترهګرۍ تعليم نه وركوي٬ قصداً مسلمانان راپارول او د جنګ ماحول جوړولو لپاره دا ډول ګستاخۍ شائع كېږي۔ سنيټر اعظم سواتي وو??يل وزيراعظم عمران خان د اسلامو فوبيا په ضد په بشپړه توګه غږ پورته كړے ٬ بايد سعودي عرب راوړاندې شي او د اسلامي نړۍ ترجماني وكړي۔سنيټر جاوېد عباسي وو??يل د ګستاخانه طرز عمل ارتکاب كونكے څوك عام كس نه دے بلكې د فرانس صدر دے ٬ يوازې غندنه كافي نه ده٬ اسلامي هېوادونو له به په ګډه عملي اقدامات ??ول?? سره د ګستاخي ځواب وركول وي۔ سنيټر مولانا عطا الرحمن وو??يل فرانس سره دې سفارتي اړيكې ختمې كړې شي٬ تر معافۍ غوښتلو دې د پاکستان سفير فرانس څخه بېرته ولېږلے شي او د فرانس سفير دې د هېواد نه وشړلے شي۔ سنيټر مشاهد الله خان وو??يل نه يوازې مونږ له بلكې ټولې اسلامي نړۍ له د فرانسيسي مصنوعاتو بائيکاټ كول پكار دي او مسيحي مشرانو سره هم خبره پكار ده چې ھغوي خپل كردار ولوبوي٬ حكومت له به غېر روايتي طريقه خپلول وي ٬ سنيټر فېصل جاوېد وو??يل بايد مونږ د ګستاخانه خاكو په ??د غږ پورته كړو٬ د نړۍ په تاريخ كښې په ??ومړي ځل يو وزيراعظم د اسلامو فوبيا په ??د غږ پورته كړے، د فرانس صدر قصداً د مسلمانانو راپارولو لار خپله كړې ، وزيراعظم واض?? پېغام وركړے چې د فېس بك انتظاميې ته دې هم چيټۍ وليكلې شي٬ ټولو پارلماني غړو له د وزيراعظم ملګرتيا ??ول?? سره نړۍ ته واض?? پېغام وركول پكار دي۔ سنيټر کلثوم پروين وو??يل د نبي کريمۖ حرمت او ناموس مسلمانانو لپاره د هر څه نه زيات مهم دے٬ د نبي کريمۖ حرمت لپاره غږ نه پورته كوٶنكي د مسلمان بللو حق نه لري۔ دغسې سنيټر ستاره اياز او سنيټر سکندر مهيندھرو هم د ګستاخانه پېښو غندنه وكړه