اسلام آباد 19 اكتوبر (اے پي پي) ??زي??اعظم عمران خان وئيلي دي چې د راتلونكو نسلونو سباؤن محفوظ كولو لپاره به د ځنګلاتو له مېنځه وړ??و او د الودګۍ په شان په ستونزو قابو موندل وي٬ صفائي زمونږ د ايمان برخه ده٬ په دې لړ كښې د خلقو د سوچ بدلولو ضرورت دے٬ د رضاكارانه خدمت جذبه زمونږ قومي طاقت دے او بايد د دې څخه د حكومت په كچه استفاده وكړې شي٬ د سزا او جزا نظام سره په ټولنه كښې ښو كارونو ته وده وركول كېدے شي٬ د كلين ګرين انډېكس له مخې د ښارونو ترمېنځه د مقابلې اهتمام د ډاډ وړ اقدام دے۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د كلين ګرين انډېكس ايوارډز وركولو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د ??زي??اعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم او د موسمياتي بدلون ??زي?? مملكت زرتاج ګل هم وېنا وكړه۔ ??زي??اعظم ووئيل چې په دې كامياب اقدام امين اسلم٬ زرتاج ګل ٬ د موسمياتي بدلون وزارت چارواكو او د اړوند ښارونو انتظامي چارواكو ته مباركي وايم۔ ??زي??اعظم ووئيل چې د ښارونو ترمېنځه د صفائې په اړه د مقابلې تصور وړاندې كول خوشبينه عمل دے٬ دې سره به زمونږ د الودګۍ پشان د ستونزې په حل كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل چې زمونږ قوم په دې لړ كښې ډېر نېك بخته دے چې دلته په رضاكارانه توګه د خدمت كولو ډېره جذبه ده٬ د شوكت خانم روغتون جوړولو په مهال د قوم د جذبې نه ډېر متاثر شوے يم٬ دا جذبه زمونږ قومي طاقت دے۔ ??زي??اعظم ووئيل چې د راتلونكو نسلونو سباؤن محفوظ كولو لپاره به د ځنګلاتو له مېنځه وړ??و او د الودګۍ په شان په ستونزو قابو موندل وي٬ صفائي زمونږ د ايمان برخه ده٬ په دې لړ كښې د خلقو د سوچ بدلولو ضرورت دے٬ د رضاكارانه خدمت جذبه زمونږ قومي طاقت دے او بايد د دې څخه د حكومت په كچه استفاده وكړې شي٬ د سزا او جزا نظام سره په ټولنه كښې ښو كارونو ته وده وركول كېدے شي٬ د كلين ګرين انډېكس له مخې د ښارونو ترمېنځه د مقابلې اهتمام د ډاډ وړ اقدام دے۔ ده ووئيل چې زمونږ حكومت د 10 اربه ونو كرلو پروګرام پېل كړے٬ دغسې سالډوېسټ مېنجمنټ ته هم پام كولې شي۔ ??زي??اعظم ووئيل چې هېواد شين او پاكولو لپاره ټولې طبقې په دې تحريك كښې شاملول دي٬ په دې لړ كښې اول د خلقو د سوچ بدلولو ضرورت دے ځكه چې بدلون تل وړومبې په ذهنونو كښې راځي۔ ??زي??اعظم د رضاكارانو د كردار په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل چې ماحولياتي تحفظ لپاره كار كوونكي رضاكار زمونږ اتلان دي٬ بايد د دوي ډاډګېرنه وكړے شي۔ ده ووئيل چې د كورونا په ضد د اوسني حكومت كاميابي په نړيواله كچه ستائل شوې٬ پاكستان د خلقو روغتيا سره سره دوي ته معاشي تحفظ هم وركړے۔ ده ووئيل چې د لاهور پشان د زياتې الودګې په ښار كښې د اكتوبر٬ نومبر او دسمبر په مياشتو كښې د كورونا د كېسونو زياتېدو اندېښنه ده٬ په حكومتي كچه د دې اړخ څارنه كېږي٬ د ماحولياتي تحظ په اړه په خلقو كښې شعور بېدارول دي۔ د دې څخه وړاندې ملك امين اسلم په خپله وېنا كښې ووئيل چې د ښارونو ترمېنځه په مقابله ك ښې د پنجاب او خېبر پښتونخوا څخه د 20 ښارونو انتخاب شوے۔ ده ووئيل چې د صفائې په اړه په پنجاب كښې اټك او په خېبر پښتونخوا كښې بنو ښار وړومبې پ??زي??ن ترلاسه كړے۔ په نورو ښارونو كښې بهاولپور٬ لاهور٬ ګجرات٬ پېنډې٬ كوهاټ٬ اېبټ آباد٬ پېښور٬ ساهيوال او ګوجرانواله شامل دي۔ په ايوارډ ترلاسه كوونكو ښارونو كښې د پنجاب څخه اټك ﴿د ونو كرلو﴾ وړومبې پ??زي??ن ترلاسه كړو٬ بهاولپور ﴿د سالډ وېسټ﴾ دوهم٬ لاهور ﴿د واټر اېنډ هائي جين﴾ دريم٬ ګجرات څلورم او پېنډې پنځم پ??زي??ن ترلاسه كړو۔ د خېبر پښتونخوا څخه بنو وړومبې ٬ كوهاټ دوهم او اېبټ آباد دريم پ??زي??ن ترلاسه كړو۔ په ??نو??ېشن اېوارډز كښې پېښور٬ ساهيوال او ګوجرانواله ايوارډ ترلاسه كړل۔ په دې موقع د غوره كاركردګې څرګندونه كوونكو ګرين چېمئينز د نامو اعلان هم وكړے شو چې پكښې د پنجاب څخه ډاكټر اكرم شهزاد﴿خانيوال﴾ وړومبې٬ اشفاق نذر﴿سيالكوټ﴾ دوهم او بلقېس رېحانه ﴿فېصل آباد﴾ دريم پ??زي??ن ترلاسه كړو۔ د خېبر پښتونخوا څخه حسينه حسېن ﴿پېښور﴾ وړومبې او عاقل زمان ﴿صوابي﴾ دوهم پ??زي??ن ترلاسه كړو