اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) پاکستان ??ښې غېر ملكي سفيرانو، سفارتکارو، دفاعي استازو او د نړيوالو نتظيمونو نمائندګانو د لائن آف كنټرول دوره كړې ده ، غېر ملکي سفيران د زمكيزو حقائقو نه خبرولو لپاره د جورا سېكټر په دوره كولو د خارجه وزارت او پاك پوځ مننه كړې٬ پاکستان ??ښې د تركيه سفير احسان مصطفي يردکل د دوري نه پس خپلو خبرو ??ښې ووئيل د تركيه صدر چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ ??ښې دوه ورځې وړاندې څه وئيلي وٶ د ھغې تذكره كوم٬ د جمو و كشمير كشاله ډېره كړكېچنه ده، بايد دا مسئله د مذاكراتو د لارې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو تر مخه حل كړے شي۔ ده ووئيل د كشمير كشاله د پاكستان او هند د مذاكراتو او د كشميريانو د هيلو له ??خې هوارول پكار ده۔ په دې موقع پاكستان ??ښې د اروپائي ائتلاف سفير اندرولا کمينارا ووئيل سفيرانو د لائن آف كنټرول دورې په مهال د ټول صورتحال جاج اخستے٬ تول صورتحال مو نه يوازې پخپله ??كتلو بلكې ځپلي مو هم واورېدل۔ د سوئيلي افريقې هائي كمشنر اېم مډيکيزا ووئيل د دورې په بندوبست كولو د آئي اېس پي آر مننه كوٶ، عمر له ??ونږ د لائن آف كنټرول د صورتحال جاج اخستل او په لائن آف کنټرول د جنګ بندۍ د لوظنامې په خلاف ورزو په سيمه د اثراتو مې معائنه كول غوښتل۔ ده ووئيل مننه كوم چې ځپليو سره مې وليدل٬ خبرې مې وكړې٬ ځپلې شوې بنيادي ډهانچه مې وليده، هيله لرم چې نزدې سباٶن ??ښې به د كشمير مسئلې څه نه څه حل راووځي۔ د ايران نائب سفير علي م??مد سرخابي ووئيل په مقبوضه جمو و كشمير ??ښې هره ورځ ډېر څه كېږي٬ ان شآء الله د كشمير مسئله به ډېره زره هواره شي٬ مونږ په هر لحاظ كشميريانو سره ولاړ يو