اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) وزير مملكت او د سرمايه كارې ب??رډ چيئرمېن عاطف بخاري وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان وژن عملي كولو لپاره اوسنې حكومت په هېواد كښې سرمايه كارې، جامع معاشي پرمختګ، د روزګار نويو موقعو پېدا كولو، صنعتي پرمختګ او د برآمدي پېداوار د اضافې پشان اهداف ترلاسه كولو لپاره هڅې كوي. د اتوار په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې كاروبار دوست پالېسې جوړول زمونږ ذمه واري ده كومې ب?? چې د نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كار?? په څانګه كښې مهم كردار ترسره كړي. ده ووئيل چې مونږ د آئي ټي صنعت، د كورونو او ودانيو، فوډ پراسننګ او كركيله، سېلګرې او د لاجسټك پشان څانګو ته وده وركولو ته خاص پام ګرځولې او د دې څانګو پرمختګ لپاره خاص اقدامات كولې شي. ده ووئيل چې كووډ-19 يو لوي چېلنج و، كه دا وبا نه وه راغلې نو د ټولې نړۍ څخه لوي لوي سرمايه كار پاكستان ته راغلي وو. ده ووئيل چ?? په وبا كښې د كمي نه پس د اروپا او امريكې لويې لويې كمپن?? په پاكستان كښ?? په سرمايه كارې كولو كښې دلچسپي اخلي. ده ووئيل چې د سرمايه كارې ب??رډ اقتصادي ځايونو ته د ټو??و اسانيو وركو??و او د مراعاتو وركولو عمل ګړندے كړے.