اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان وئېلي دي د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ جوړولو پھ اړه د پي ټي آئي حكومت د سوئېلي پنجاب اولس سره خپل كړے لوظ كړے پوره كړے٬د بېل كلن پرمختيائي پروګرام په نتيجه كښې به په سيمه كښې د رغونې او پرمختګ نوے دور پېل شي٬د اختياراتو د منتقلۍ پړاؤ به مخ په وړاندې بوتللے شي٬د حلقو په ژوند كښې بهتري راوستل د پي ټي آئي د حكومت وړومبۍ ترجيح ده٬د وز??راعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې ده دا خبرې د جمعې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ جوړولو ??و د دغې كار په اړه غونډې ته وكړی۔په غونډه كښې خارجه وز??ر شاه محمود قرېشي هم موجود ؤ ۔په غونډه كښې د پنجاب وز??راعلٰی سردار عثمان بزدار٬د پنجاب د خزانې وز??ر مخدوم هاشم جوان بخت٬د پنجاب چيف سېكرټري او د سوئېلي پنجاب اېډېشنل چيف سېكرټري او د سوئېلي پنجاب اېډېشنل آئي جي د وې??يو لنك د لارې ګډون وكړو۔پھ غونډه كښې خارجه وز??ر شاه محمود قرېشي د پاكستان تحريك انصاف حكومت لخوا د سوئېلي پنجاب اولس د هيلو پھ اړه پھ عملي اقداماتو د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ په جوړولو ?? انتظاميې اختياراتو په منتقلۍ٬د اولس د محرومۍ احساس ختمولو ??و د دوي ستونزې د دوي په درشل په حل كولو ??برو كولو كښې ووئيل د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ په اړه د پي ټي آئي حكومت اولس سره كړے لوظ پوره كړے۔ده ووئيل د اوسني حكومت ?? اقداماتو كه يو خوا اولس ډاډګيرنه كړی نو ورسره د خپل شناخت په اړه د سوئېلي پنجاب اولس كښې اميد هم راپېدا شوے۔خارجه وز??ر په راتلونكي كال كښې د سوئېلي پنجاب لپاره د بېل پرمختيائي پروګرام او د پنجاب پبلك سروس كمېشن له مخې په ملازمتونو او نورو نوكرو كښې د سوئېلي پنجاب اولس لپاره د كوټې تجويز وړاندې كړو۔د پنجاب وز??راعلٰی د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ په اړه تراوسه په شوي پرمختګ بريفنګ وركولو ??ره وز??راعظم ته ووئيل د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ جوړ كړے شوے او په دې لړ كښې د پنجاب ګ??رنمنټ په رولز آف بزنس كښې ترميم شوے او تراوسه 16 سېكرټري صاحبان په سوئېلي پنجاب كښې په ځاې كړی شوي۔وزيراعظم ته ووئيل شول د روغتيا٬تعليم٬پوليس٬منصوبه بندۍ او پرمختګ٬ځايې حكومتونو٬فنانس او د كركيلې محكمې سوئېلي پنجاب ته منتقل كړے شوي۔وزيراعظم ته ووئيل شول د كال 2020م د اكتوبر په پنځلسمه نېټھ به د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ كار پیل كړي۔وزيراعظم ته ووئيل شول د نوي سېكرټرېټ په اړه موثر نظام تشكيل كړے شوے۔اېډېشنل آئي جي انعام غني په ملتان او بهاولپور كښې د پوليس دفترو جوړولو ??و د پوليس اختياراتو منتقلۍ په اړه بريفنګ وركړو۔وزيراعظم د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ جوړولو په اړه د پنجاب وز??راعلٰی او د پنجاب حكومت هڅې وستائېلې۔وزيراعظم ووئيل د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ جوړولو پھ اړه د پي ټي آئي حكومت د سوئېلي پنجاب اولس سره چې كوم لوظ كړے ؤ هغه يې پوره كړے٬د بېل كلن پرمختيائي پروګرام په نتيجه كښې به په سيمه كښې د رغونې او پرمختګ نوے دور پېل شي٬د اختياراتو د منتقلۍ پړاؤ به مخكښې بوتللې شي۔ده د سوئېلي پنجاب انتظاميې ته هدايت وكړو چې بايد د خلقو په ژوند كښې مثبت آغېز په نظر راشي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ او د اختياراتو منتقلۍ په اړه دې هغه خبر وساتلے شي