اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) اپوزيشن د اېف اے ټي اېف ، ا?? د ??ېب پشمول په د مختلف قوانين په مسوده غور كولو لپاره نور وخت وغوښتلو. د قانون سازې د پارلماني كمېټې دوهمه غونډه د ګل په ورځ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي په مشرې كښې د پارلمان په ودانې كښې وشوه. په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير بېرسټر فروع نسيم، د پارلماني چارو سلاكار ډاكټر بابر اعوان، د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود، د بشري حقونو وفاقي وزيرې شېرين م??اري، د صنعت وفاقي وزير حماد اظهر، د منصوبه بندې وفاقي وزير اسد عمر، د كورونو او ودانيو وفاقي وزير طارق بشري چيمه، د احتساب سلاكار شهزاد اكبر، راجه پروېز اشرف، سید نوید قمر، سناتورې شیری رحمان، احسن اقبال، جاوېد عباسی ا?? د ??ارلماني كمېټې نورو غړو ګډون وكړو. د غونډې په مهال اپوزيشن د اېف اے ټي اېف ، ا?? د ??ېب پشمول د بېلا بېلو قوانين په مسوده غور كولو لپاره نور وخت وغوښتلو. د دې پارلمانې كمېټې بله غونډه به د نهې ﴿نن﴾ د نهې په ورځ ماښام شپږ بجې د پارلمان په ودانې كښې كېږي. د غونډې نه پس مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل مونږ ټولې مسودې اپوزيشن سره شريكې كړي، مونږ دوي ته خپل نظر وړاندے كړے. اپوزيشن م??ورې لپاره وخت ته ضرورت لرلو، مونږ هم تقاضا وكړه چې لكه څنګه مونږ د نېب په اړه خپل دريځ په تحريري توګه وړاندے كړے ، تاسو هم خپل دريځ وړاندے كړئ چې تاسو څه غواړئ چې مونږ پرې غور وكړے شو