اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي چې د تېلو په ??ېع?? كښې په نړيوالو منډيو كښې د شوې اضافې په تناسب سره مو كمه اضافه كړې، په پاكستان كښې د تېلو بېعې پ?? سوئيلي اسيا كښې تر ??ول?? كمې دي، د مسلم ليګ ﴿ن﴾ په دور كښې د مافياز سرپرستي شوې او د پلټنو په عمل كښې خنډ پېدا كړے شوے. د خالي په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د تېلو په ??ېع?? كښې په اضافه پاليسي بيان وركولو سره ده ووئيل چې حقائق دا دي چې د اوپېك په باسكټ ??ېع?? كښې 48 فيصده اضافه شوې. په نړيوال ماركيټ كښې په 46 ورځو كښې د تېلو په ??ېع?? كښې 112 فيصده اضافه شوې. كه په دې شرح مو په پاكستان كښې اضافه كوله نو دا 41 روپې جوړېده، خو حكومت د پېټرول په ??ېع?? كښې د 41 په ځائ 25 روپې او د ډيزل په ??ېع?? كښې د 24 روپې په ځائ د 21 روپې اضافه كړې. ده ووئيل چې سره د دې هم ??ه يوازې په نيمه وچه كښې بلكې د سوئيلي اسيا په مقابله كښې هم په پاكستان كښې د پېټروليم مصنوعاتو بېعې ټيټې دي