اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي سره ترك صدر رجب طيب اردوان ??ېل??فوني تماس ونيولو او ده لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره سره ئې د پي آئي اے الوتكې پېښه كښې د حق رسېدليو وګړو غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ صدر س??ه خبرو كښې ترك صدر ووئيل په دې سخت وخت ترك?? پاكستان سره دے۔ صدر ډاكټر عارف علوي خپل ترك همڅنګ او ترك اولس ته د اختر مباركي هم وي۔ دوئي هيله ولرله چې په كورونا نړيوال وبائي چېلنج به ډېر زر قابو وموندلې شي۔ اولس مشر د پاكستاني وګړو په خيال ساتلو او د كورونا مخنيوي له پاكستان ته د حفاظتي كټس او نور س??مان په رالېږلو د ترك حكومت مننه وكړه۔ صدر ډاكټر عارف علوي د كراچۍ په پېښه د ترك صدر لخوا د يووالي پېغام وستائلو۔ صدر ډاكټر عارف علوي ددې عزم پخلې وكړو چې پاكستان به دوه اړخيزه تل پاتې او د ورورولۍ اړيكې لا مستحكم كولو له خپل كردار ترسره كوي۔