پېنډۍ ۔ 22 اپرېل (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي د وسائلو فعاله انتظام د لارې به پاك پوځ د نورو قامي ادارو سره په ګډه په دې سخت وخت او په خاص توګه د روژې مباركې مياشت په مهال اولس ته آسانۍ رسولو له ټول ممكنه ګامونه باوري كوي۔ ده د شورؤ په ورځ د اېن سي او سي دورې په مهال وركړې بريفنګ كښې خبرې كولې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر (اېن سی او سی) دورہ وكړه چرته چې ده ته کمانډر آرمی ایئر ډیفنس کمانډ اېنډ نېشنل کوآرډینېټر اېن سی او سی لېفټېننټ جنرل حمود ??لزمان هركلے اووې۔ ډی جی آپرېشنز و پلاننګ مېجر جنرل آصف محمود ګوریا آرمی چیف ته د اېن سی او سی منصوبه بندۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ كوم كښې چې د کووېډ 19 په اړه متعلقه وضعه ٬ د اېن او سي په پرېكړو عملدرآمد ٬ پاكستان كښې د دې وباﺀ خپرېدو امكانات او د وبائي رنځونو مخنيوي ??پا??ه سول انتظاميې سره مرسته شامل وه۔جنرال قمر جاوېد باجوه ټېسټ ، ټرېس اېنډ ??ورنټی (ټی ټی کیو) ??پا??ه قامي تګلارې څخه هم خبر كړې شو۔ د پاك پوځ سرلښكر سره د كمو وسائلو او كم وخت كښې د کوېډ19 م نيوي او عملدرآمد ??پا??ه د اېن سي او سي د يادون?? وړ هڅې اوستائلې۔ ده په اېن سي او سي كښې د پوځي او سول قيادت د اجتماعې هڅو هم ستائنه وكړه۔ د پوځ سرلښكر ووئيل د وسائلو د فعاله انتظام د لارې به پاك پوځ نورو قامي ادارو سره په ګډه په دې سخت وخت او په خاص توګه د روژې مباركې مياشتې په مهال اولس ته آسانۍ رسولو له ټول ممكنه ګامونه باوري كوي۔