اسلام آباد 14 اپریل (اے پی پی) د پاكستان صدر ډاكټر عارف علوی وئيلي دي هيواد كښې د مصنوعی ذهانت له امله د سافټ ویئ?? برآمدات پراخه موقعې شته۔ د نهې په ??رځ په ټویټر جاری كړې ويډيو پیغام كښې صدر ووئيل وز??راعظم عمران خان ما ته په هيواد كښې د ټیكنالوجی ودې ټاسك سپارلې دے۔ وز??ر اعظم د انفارمیشن ټیكنالوجی په اړه يو ټاسك فورس جوړ كړے د كوم چیئرمین چې زه يم۔ ده ووئيل د مصنوعی ذهانت پشمول د انفارمیشن ټیكنالوجۍ په نو??و څانګو كښې خوښې لرم۔ مصنوعی ذهانت په اړه خاص اقدامات كوو۔ده ووئېل د ټیكسټائل، وريژو پشمول د نو??و څيزونو برآمدات كښې زياتوالې ته پام لرنه كوو خو ویلیو ایډیشن ته پام لرنه نه ده شوې۔ ده ووئيل د سافټ ویئ?? برآمدات پراخه موقعې شته۔هيله لرم چې كورونا وائرس وباء ختمولو نه پس به د سافټ ویئ?? برآمدات او د نو??و څيزونو برآمدات يو برابر شي۔ ده ووئيل د پاكستان ځوانان بهر هيوادونو ته د تللو سره په اربونو ډالره مالیت كمپنۍ جوړولې شي۔ انډونیزيا په دوو كلونو كښې خپل څلور اربه ډالره برآمدات 16 اربه ته رسولي دغسې مونږ هم لوستي ځوانان لرو او په دې لړ كښې د پرمختګ پراخه موقعې لرو