اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) احساس ایمرجنسی كیش پروګر??م ترمخه وړومبي پړاؤ كښې د احساس كفالت صارفینو له د 12000 روپو و??كول پيل شوي، پروګرام څخه به 1 كروړ 20 لكه كورنۍ استفاده وكړي، د روپو و??كولو په مهال سماجی فاصله ، د لاسونو وينځلو ??صفائی اوكروناوائرس څخه بچ كيدو لپاره په احتیاطی تدابیر عمل كيږي۔ د وزیراعظم د غريبۍ ختمولو ??اص مرستيالې ډاكټر ثانیه نشتر احساس ایمرجنسی كیش پروګرام په اړه اسلام آباد كښې د كیش ډسټریبیوشن سینټرو دوره وكړه او بری امام دربار سره نزدې احساس كیش ډسټریبیوشن سینټرز كښې ئې ميرمنو له كيش وركړو۔په د?? مهال ډاكټر ثانیه نشتر د ميرمنو مسئلې واوريدلې او احساس كفالت پروګرام څخه استفاده كوونكو لپاره ئې هغوي ته لارښوونه وكړه۔په دې موقع خبرو كولو كښې دې ووئيل د حكومت د اړخه په احساس ایمرجنسی كیش پروګر??م تندۍ سره عمل روان دے چې د لارې به ئې وفاقی حكومت يو كروړ 20 لكه كورنيو له د كورنۍ په سر 12000 روپۍ وركوي۔ د دې پروګرام څخه به د څلورو و??ړو صوبو نه غلاوه د كشمیر او ګلګت بلتستان وګړي هم مستفید شي