پېښور ۔23مارچ (اے پی پی) د خېبر پختونخوا د اعلی وزير د اطلاعاتو صلاكار اجمل خان وزير وئيلي دي د خېبرپختونخوا حکومت صوبه كښې د شاپنګ مالز ٬ ماركيټ??نو او هوټلو بند ساتلو احكاما??و كښې د اتوار ورځې د روانې مياشتې تر 29 مې نېټې پراختيا كړې ده۔ ددې پرېكړې ترمخه به د فارمېسی، سرې ٬ پېسټی سائډز ٬ کریانه اسټورز ٬ د اوړو چكۍ ٬ د تنور دكان??نو ، د پيو دكان??نو ٬ آټو ورکشاپس، پټرول پمپس ٬ د غوښې او چرګانو دكان??نو ، د مېؤ او سبزو او د خوراك څښاك څيز??نو منډيانو نه سوا نور ټول ماركيټونه او دكانونه بند وي۔ پرېس بريفنګ كښې ده ووئيل د ضلعو ترمينځھ ټرانسپورټ وړاندې څخه بند وو۔ په ټولو ضلعو كښې د پبلك ټرانسپورټ بندولو په آپشن هم غور روان دے۔ دغسې د غېر ضروري څيز??نو تيارونكې فېكټرۍ به تر اتوار ورځې بندې وي۔ ده ووئيل ډېره غازي خان څخه د ??ائ??ينو قافله كے پي له سحر 8 بجې روانه شوې ده۔ په څلورو بس??نو مشتمل 132 ??ائ??ين پېښور ته راوړلې شي څوك به چې اسلام آباد موټروے انټر چېنج ته ??زدې دوران پور كښې پوسټ ګرېجوېټ ميډيكل انسټيوټيوټ كښې قرنطين كولې شي۔ دې ??ائ??ينو كښې يو د ګلګت بلتستان او نور د خېبر پختونخو بېلو سيمو دي۔ ده ووئيل صوبه كښې تر دې دمه د كورونا 275 كېسونه رامخې ته شوي او په 31 كسانو كښې د كورونا تصديق شوې دې۔ د تازه اطلاع له مخې د 85 كسانو د ټېسټ نتيجه منفي راغلې ده۔ اجمل وزیر ووئيل تر دې دمه د ټولې صوبې او قبائلي ضلعو هېلتھ پروفیشنلز، سرکاری ادارو او اولسي انګېجمنټ سره اړوندو پروفېشنلز ته ??و لك يوويش زره ډسپوزېبل فېس ماسک، 17 زره حساس ماسك ٬ 4 زره 7 سوه سنېټائزرز او نور سامان وركړې شوې دې۔